1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان: نړۍ دې د کشمیر په موضوع کې اقدام وکړي

۱۳۹۸ مرداد ۱۵, سه‌شنبه

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هوډ څرګند کړی چې د هند له لوري د کشمیر د ځانګړي نیمه خپلواکه حیثیت د لغوه کولو پریکړه به د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې چلینج کړي. هغه په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې له خوا د اقدام غوښتنه کړې.

Imran Khan Pakistan Premierminister
انځور: picture-alliance/AA/Iranian Presidency

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د پارلمان ګډې غونډې ته په وینا کې د هند له خوا د کشمیر د ځانګړي حیثیت پر لغوه کولو سخت انتقاد وکړ. هند د دوشنبې په ورځ د دوی تر ولکې لاندې کشمیر له پاره نیمه خپلواکه حیثیت چې په اساسي قانون کې تضمین شوی وو، بیرته واخیست.

عمران خان پارلمان ته په خپله وینا کې وویل: «زه غواړم دا خبره روښانه کړم چې موږ به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګډون پر هر فورم کې د دې موضوع له پاره مبارزه وکړو.»

عمران خان دا هم وویل چې پر دې موضوع به د بیلابیلو هیوادونو له مشرانو سره وغږیږي او د جزا نړیوالې محکمې ته به یې یوسي.

همدا راز عمران خان د نړیوالې ټولنې څخه په دې تړاو د اقدام غوښتنه وکړه او هند لومړی وزیر نریندر مودي یې د نړیوال قانون په تر پښو لاندې کولو تورن کړ. هغه وویل: «که چیرې نړۍ نن کوم اقدام و نه کړي ... (که چیرې) پرمختللې نړۍ د خپلو قوانینو ملاتړ ونه کړي، نو بیا به چارې هغه لوري ته ولاړي شي چې موږ به یې مسوول نه یو.»

د پاکستان د لومړي وزیر دغه څرګندونه وروسته له هغې کړي چې د پاکستان پوځ د «کور کمانډرز» یا جګپوړو قوماندانو تر غونډې وروسته وویل چې د کمشیریانو د مبارزې تر شاه کلک ولاړ دي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب