1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

عمران خان د پاکستان په ضمني ټاکنو کې ستره بریا ترلاسه کړه

۱۴۰۱ مهر ۲۵, دوشنبه

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د پارلمان په ضمني ټاکنو کې له اتو څوکیو شپږ ګټلي دي.نوموړي دغه رایې د خپل محبوبیت لپاره ریفرینډم بللی دی.

Pakistan Imran Khan
انځور: Aamir Qureshi/AFP

د دغو غير رسمي پايلو له مخې چې نن دوشنبه د ( اکتوبر پر اوولسمه) نیټه اعلان شوې، عمران خان ستره بریا ترلاسه کړې ده. دغه ضمني ټاکنې پاکستان کې له څو میاشتو سیاسي جنجالونو وروسته یو نوی تغیر دی.

دغه ټاکنې داسې مهال ترسره کیږي چې د پاکستان خلک د موسمي بارانونو له ویجاړیو سره مخ دي او د دغه هیواد دریمه برخه یې تر اوبو لاندې کړې ده .

ډیلي ټایمز ورځپاڼې په خپل لومړي سرلیک کې لیکلي «هغه [عمران خان] ډیرو ته ماته ورکوي». دا هغه څه چې تر ډيره سیمه اېیزو رسینو کې ورته پوښښ ورکړل شوی او ویل شوي چې دا د کریکټ د پخواني ستوري لپاره یوه شخصي بریا ده .

خو دغو ټاکنو کې د تحریک انصاف ګوند ته چې مشري یې عمران خان کوي، دا زيان هم اوښتی دی چې دوه څوکۍ یې له لاسه ورکړي ځکه پخوا یې ټولې اته څوکۍ ګټلې وې .

۷۰ کلن عمران خان په اپریل میاشت کې د لومړي وزیر له څوکۍ څخه تر ليرې کیدو راهيسې د پاکستان د سیاسي پروسې د ګډوډولو هڅه وکړه. نوموړي خپلو ټولو وکیلانو ته د خپلو څوکیو پریښودو امر وکړ او ویې ویل چې د تحریک انصاف هیڅ غړی به د پاکستان په ملي شورا کې نه وي .

د ټاکنو کمیسیون تر دې دمه د لسګونو انتخاباتي حوزو څخه یوازې په اتو کې ضمني ټاکنې ترسره کړي  دي او د تحریک انصاف  ګوند مشرانو ویلي دي چې خان به د ګټونکي څوکۍ څخه یوه هم نه اخلي څو په نورو حوزو کې هم د ټاکنو ترسره کيدو ته لار هواره شي.

د عمران خان پر ضد د ترهګرۍ ضد قوانينو له مخې دوسيه پرانيستل شوې

هغه همدا راز ژمنه کړې چې ډیر ژر به د هغه پراخ لاریون نیټه اعلان کړي چې د پاکستان په پلازمینه کې ترسره کیږي او غوښتنه به یې دا وي چې پر حکومت فشار راوړي ترڅو راتلونکې ټاکنې چې په اصل کې د راتلونکي کال په اکتوبر کې ترسره کیږي، تر وخت مخکې ترسره شي .

عمران خان په منظمه توګه لاریونونه ترسره کوي او په دولتي ادارو په تیره پر پوځ نیوکې کوي چې د ده حکومت یې نسکور کړی دی .

په اسلام اباد کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو د مرکز یوه شنونکی امتیاز ګل وایي: «د یوه ګډ اپوزسیون په مقابل کې له اتو څخه شپږ څوکیو ګټل وړه خبره نه ده »

نوموړی وایي: «دا هغه حقیقت په ګوته کوي چې د اوسنیو واکمنانانو لپاره تریخ دی، د عمران خان داستان لا هم په ټول هیواد کې خلک تحریک یا هڅوي.»

د تحریک انصاف غړی او د عمران خان د حکومت د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدری وویل حکومت باید د اونۍ په پای کې د ټاکنو پایلو ته پام وکړي .

هغه ARY  ټلویزون سره په مرکه کې وویل: «خلکو په حقیقت کې د نویو ټاکنو لپاره پریکړه کړې ده.»

عمران خان په ۲۰۱۸ کال کې واک ته په رسېدو سره د ټولنیزو اصلاحاتو د رامنځته کولو، مذهبي محافظه کارۍ او د فساد سره د مبارزې ژمنه وکړه خو د نوموړي په دوره کې اقتصادي وضیعت خراب او په ټپه ودرید او د پوځ ملاتړ یې هم له لاسه ورکړ.

پخوانی لومړی وزیر عمران خان ولې محکمې ته غوښتل شوی؟

عمران خان او ګوند یې تر دې دمه له یو شمیر قضایي قضیو زیان نه دی لیدلی.

د پاکستان محکمې تل د قانون جوړونکو د محاکمه کولو لپاره اوږدې او ستړې لارې کاروي چې تر ډيره د بشري حقونو څارونکو له نیوکې سره مخ وي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب