عمران خان له زندانه د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته کمپاین کوي
۱۴۰۲ آذر ۲۷, دوشنبه
د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د مصنوعي ځيرکتيا څخه په استفادې له زندانه خپل انتخاباتي کمپاین پیل کړ. د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته د خان غږ ته په ورته آواز د هغه جوړه شوې یوه له شوره ډکه وینا تېره شپه خپره شوه.
انځور: DW
اعلان
۷۱ کلن عمران خان له اګست میاشتې راهيسې په زندان کې دی. هغه وايي پر هغه تورنه د دې له پاره لګول شوي تر څو ېې د پاکستان په راتلونکو انتخاباتو کې د ګډون مخه نیول شوي وي. د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د جمعې په ورځ ومنله چې انتخابات به د فبرورۍ مياشتي پر ۸ وشي.
خو د خان د پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند له مصنوعي ځيرکتيا څخه په استفادې وشو کړای چې د خان يو څلور دقیقه ېې پيغام خپلو پلویانو ته ولري. په ېوې «مجازي اجتماع» په بڼه د خان دغه پيغام د يکشنبې او دوشنبې تر منځ شپه کې د ټولنیزو رسنیو له لارې خپور شو.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي دي چې عمران خان د خپلو وکیلانو په لاس یو لنډ متن استولی چې د مصنوعي ځيرکتيا شرکت د یو ابزار په ذریعه په غږ واوښتل شو. خان په دغه پیغام کې چې د هغه غږ ته ورته غږ باندې جوړ شوی، وويل: «زما پاکستاني پلویانو، غواړم په سر کې د ټولنیزو رسنيٍو له ټيم څخه د دغې تاريخي هڅې په خاطر ستاینه وکړم.»
د پاکستان خیبر پخښتوخوا ایالت پېښور کې د عمران خان د پلویانو او پولیسو تر منځ د مظاهرو پر وخت اخ و ډب - د می ۱۰مه ۲۰۲۳انځور: Fayaz Aziz/REUTERS
په ادامه کې وويل شول: «کېدای شي تاسو ټول به فکر کوی چې زه به په زندان کې څه حال لرم. نن د واقعي آزادۍ له پاره زما اراده ډېره قوي ده.»
جوړه شوې وينا، د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پلویانو د پنځو ساعتونو ویناوو په پای کې خپره شوه. دغه ويناوې په ژوندۍ بڼه پر فیسبوک، اکس یا پخواني ټويټر او یوټيوب شبکو خپرېدې. د عمران خان له جوړې شوې وینا سره د هغه پخواني انځورونه او وېډیوګانې ښودل کېدې.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ټولنیزو رسنیو مشر، جبران الیاس وویل: «دا زموږ له پاره له فکره پورته وه. دا پر فشارونو غالبېدل دي.» الیاس د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «موږ غواړو د انتخاباتو حالت ته وروګرځو. د عمران خان پرته د پي ټي آی هېڅ سیاسي اجتماع بشپړه نه ده.»
په می میاشت کې د خان د لنډ وخت نيول کېدو وروسته، حکومت د هغه پر آنلاین فعالیتونو بندیز ولګاوه. نړېواله مونيتور کوونکې شبکې، نیت بلاکس، وويل چې د خان خلاف مخکنیو انترنيتي سانسور پر اساس، د یکشنبې له ناوخته تر ۷ ساعتونو پورې ټولنیزې رسنۍ بندې وې. خو د دې باوجود، د مصنوعي هوش پر مټ د خان جوړه شوی پیغام څه د پاسه ۴نیم میلیونه کسانو پر فیسبوک، اکس او يوټيوب شبکو ولېده.
په می میاشت کې د خان د لنډ وخت نيول کېدو وروسته، ایالتي سينسورونو د هغه پر آنلاین فعالیتونو بندیز ولګاوهانځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images
عام خلک د خان دغې وینا په هکله مختلف نظرونه لري. په لاهور ښار کې ۳۸ کلن سوداګر مدير، سید محمد عشر، چندان خوښ نه دی. هغه وويل: «دا ډېره د قناعت وړ نه وه. ګرامر ېې هم عجیب وو، خو زه بیا هم د هغوی کار ستایم.» عشر زیاتوي: «که صادقانه ووایم، هيڅ شی د واقعي اجتماع او واقعي وینا ځای نه شي نیولی.»
خو د رسنیو کارکوونکی حسین جاوید افروز بیا د خان ګوند د دغه کار ستاینه کوي: «بل هېڅ ګوند له تکنالوژي څخه داسې استفاده نه کوي څنګه ېې چې پي ټي آي کوي.» ۴۲ کلن سید زیاتوي: «دا نوي ابزار دي، ځکه خو فکر کوم له هغو څخه استفاده یو مثبت کار دی.»
د عمران خان ګوند په پاکستان کې لومړنی ګوند دی چې ځوان قشر ته د خطاب کولو له پاره په پراخه کچه د ټولنیزو رسنیو له ځواک څخه استفاده کوي، هغه څه چې خان ېې پنځه کاله مخکې واک ته ورساوه.
mks/nz(AFP)
له آرشیف څخه:
دعمران خان تر نيول کېدو وروسته د پاکستان وضعيت
د عمران تر نيول کیدو وروسته د پاکستان په يو شمير ښارونو کې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې شوي دي. په پېښور کې قهرجنو مظاهره کوونکو د پاکستان د ملي راډيو ودانۍ ته اور اچولی او له پنجاب څخه هم د اخ و ډب خبرونه ورکړل شوي.
انځور: Fayaz Aziz/REUTERS
عمران خان د نيپ په محکمه کې
د پاکستان پخوانی لومړی وزير او د پاکستان تحريک انصاف گوند مشر عمران پرون، سه شنبه تر نیول کیدو وروسته نن، د چهار شنبې په ورځ د نيپ يا احتساب ملي ادارې محکمې ته حاضر کړای شو خو دغه محکمه پوليس لاينز ته انتقال شوې وه. د نیب محکمې عمران خان د اتو ورځو له پاره له عمران خان څخه د پوښتنو ګرویږنو اجازه ورکړې.
انځور: Aamir Qureshi/AFP
پنجاب او خيبر پښتونخوا ته پوځ بلل شوی
د پاکستان حکومت په پنجاب او خيبر پښتونخوا ايالتونو کې د وضعيت د کنترول له پاره د پوځ د استولو غوښتنه شوې ده. په پنجاب ايالت کې پولیسو ویلي ول چې کابو زر تنه یې د گډوډۍ خپرولو په تور نيولي دي.
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images
قهریدلې لاریون کوونکې
د عمران خان ملاتړیو پلان درلود چې د چهارشنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ سې. د پاکستان د پخواني لومړي وزير چې د القادر يونيورسټي ټرسټ په قضيه کې نيول شوی دی، د پلويانو او د امنیتي ځواکونو ترمنځ د لا زیاتو نښتو ویره راپورته سوي ده.
انځور: Asif Hassan/AFP
د راډيو پاکستان ودانۍ ته اور اچول شوی
د سيمه ایزو رسنیو د رپوټو په حواله په پېښور کې قهريدلو مظاهره کوونکو د راډيو پاکستان ودانۍ ته اور اچولی دی. همدا راز له پوليسو سره د اخ و ډب ډېری پېښې رامنځته شوي دي. زياته شوې چې تر اوسه د پېښور ليډي ريډنگ روغتون ته څلور جسدونه او ۲۷ ټپيان ور وړل شوي دي.
انځور: Fayaz Aziz/REUTERS
پرلاریون والو اوبه پاشل
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خان پلویان رابللې او په ټول هیواد کې د هغه د بندي کیدو وروسته په ډیری ښارونو کې د پولیسو سره اخ و ډب سوی او د عيني شاهدانو په وینا په لاهور او راولپنډۍ کې د پوځ پر ودانیو هم بریدونه سوي دې.
انځور: Akhtar Soomro/REUTERS
ګرځنده موبایلونه بند سوي
په هیواد کې د ګرځنده موبایلونه او انټرنیټې خدمات بند سوي پداسې حال کې چې ټویټر، یوټیوب او فیسبوک هم سم کار نه ورکوي.
انځور: Asif Hassan/AFP
د پولیسو او پوځ موټرونه سوځول سوي
د پاکستان له څلورو ایالتونو څخه یې په دریو کې دا مهال چارواکو بيړنۍ وضعيت نافذ کړی دی او پر راټوليدو او غونډو بندیز لگول شوی دی.
انځور: AKHTAR SOOMRO/REUTERS
لاهور کې د لاریون ګډونوال
پوليسو په لاهور او کراچۍ کې د عمران خان پر پلويانو اوبه وپاشلې، په داسې حال کې چې مظاهره کوونکو په پلازمينه اسلام آباد، راولپنډۍ او پېښور کې د خنډونو په اچولو سره سړکونه بند کړي ول.
انځور: Arif Ali/AFP
لاریون کوونکو د پولیسو سره نښته کړې
د پاکستان له څلورو ایالتونو څخه یې په دریو کې دا مهال چارواکو بیړنۍ امر صادر کړي او پر راټولیدو او هر ډول غونډو بندیز لگول شوی دی.