1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان: نوی حکومت «وارداتي» دی

۱۴۰۱ فروردین ۲۵, پنجشنبه

د پاکستان نوی صدراعظم شهباز شریف وايي چې د پاکستان اقتصاد د عمران خان په دوره کې له رکود سره مخ شوی دی. پخوانی صدراعظم خان بیا نوی حکومت «وارداتي» بولي او وايي د انتخاباتو نېټې تر روښانه کیدو به اعتراضونو ته ادامه ورکوي.

Pakistan Peschawar
عمران خان د خپل ګوند تحریک انصاف له یو شمیر غړو سره په پيښور کېانځور: Faridullah Khan/DW

وروسته له هغې چې د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان په پارلمان کې د عدم اعتماد رايو له لارې سلب صلاحیت شو، شهباز شریف په پارلمان کې د راې اچونې په پروسه کې د ډیرو رايو په ترلاسه کولو د هغه ځای ناستی او د دوشنبې په ورځ ېې د لوړې مراسم ترسره کړل. هغه تر اوسه د خپل حکومت کابینه نه ده نهايي کړې، خو په پاکستان کې د پراختیايي پروژو او اقتصادي اصلاحاتو د رامنځ ته کیدو له پاره يې د هلو ځلو غږ پورته کړی دی. هغه خپلې دغې پالیسې ته د «پاکستان سپيډ» نوم ورکړی دی.

د «پاکستان سپيډ» پالیسې، د شریف هغې پالیسې ته ورته ده چې د پاکستان د پنجاب ایالت د وزیر اعلی په توګه يې درلودله چیرته چې هغه له یو لړ سترو پروژو په پيلولو سره لوړ اعتماد او راېې ګټلې وې.

۷۰ کلن شریف د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د میترو بس یوې پروژې څخه د کتنۍ پر مهال په دغه هيواد کې د زیربنايي کارونو له سرعت څخه شکایت وکړ.

شريف تر هغه وروسته پر ټويټر ولیکل چې: «د عمران خان تر حاکمیت لاندې تقریباً ټول اقتصادي سکتورونه خراب شوي.»

شهباز شریف د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شریف کشری ورور دی. نواز شریف درې ځله د پاکستان صدراعظم پاتې شوی دی. شهباز شریف حکومت ته امر وکړ چې رسمي ورځې دې د مخکې په پرتله په اوونۍ کې پنځو ورځې پر ځای شپږ ورځې او په اداراتو کې کار هم د اتو تر لسو ساعتونو پورې وي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکيني صدراعظم، عمران خان، د چهارشنبې په ماښام د پاکستان د خيبر پښتونخواه په پيښور کې خپلو زرونو پلويانو ته په وینا کې وويل چې د پاکستان نوی حکومت یو «وارداتي» حکومت دی.

د پاکستان نوی صدراعظم شهباز شریفانځور: National Assembly of Pakistan/AP/picture alliance

خان وويل چې واشنګټن غوښتل چې هغه له واکه لري کړي، ځکه چې د اوکراین په شخړه کې د امریکا تر څنګ دریدل يې رد کړل او همدارنګه چین سره د نژدې اړيکو درلودولو په خاطر.

عمران خان په دغې وینا کې وويل، تر هغې چې د نوې راې اچونې له پاره نيټه نه وي په ډاګه شوي، هغه به د ټول هیواد په سطحه په اوونۍ کې دوه ځله لاریونونه کوي.

هغه وويل: «ځوانانو، ځانونه چمتو کړئ، زه به تاسو سره واټونو ته راووځم. زه به هر ښار ته ووځم او زه به تر هغې پورې ادامه ورکړم چې هغوی نوو انتخاباتو پيلولو ته مجبوره شي.»

عمران خان ادعا کوي چې امریکا د هغه د لرلې کولو په توطئه کې د پاکستان له اپوزوسیون څخه ملاتړ کړی ځکه چې هغه مسکو ته تللی وو او په هماغه ورځ روسي عسکرو پر اوکراین باندې حمله وکړه. خو سپينې ماڼۍ او د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د خان دغه ادعاوې رد کړي دي. د پاکستان پوځ هم د پنجشنبې په ورځ د عمران دغه ادعا رد کړې ده چې په پرځولو کې يې د امریکا لاس وو.

د پاکستان د پوځ ویاند، جنرال بابر افتخار د پنجشنبې په ورځ يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل: «آيا د ملي امنیت کميټې (NSC) په اعلاميه کې د توطئې کوم ‌ذکر شوی دی؟ فکر کوم نه. همدا زموږ دريځ دی.»

د پاکستان د ملي امنیت کميټه د پاکستان د امنیتي مسائیلو له پاره تر ټولو غوره مجمع ده چې په هغو کې د پوځ او سياست لوړ پوړې څیره هم ګډون لري.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب