1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان د ټول هیواد په کچه احتجاجونو ته بلنه کړې

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۴, یکشنبه

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان چې د یوې وثیقې یا ضمانت په اساس له توقيفه خوشي شوی دی له خپلو پلویانو وغوښتل چې یو وار بیا دې پر مظاهرو لاس پورې کړي. عمران خان په عاجل ډول د نوو ټاکنو غوښتنه کوي.

Pakistan l Ausschreitungen während der Verhaftung von Imran Khan
انځور: Arif Ali/AFP/Getty Images

د پاکستان دغه پخواني لومړي وزیر د شنبې په ورځ )د ۲۰۲۳ کال د می په ۱۳ نېټه( په خپل تویتر کې اعلان وکړ چې پلویان یې باید د یکشنبې په ماښام د سمیه ایز وخت مطابق ۵:۳۰ د ټول هیواد په کچه په مختلفو ښارونو او کلیو کې د یوه ساعت له پاره احتجاجي مظاهرې وکړي. د تحریک انصادف ګوند (PTI) دغه مشر غواړي چې د چهارشنبې په ورځ نوو او بیړنیو تاکنو له پاره خپل کمپاین پیل کړي.

د اسلام آباد لوړې محکمې د عمران خان ضمانت منلی دی

خان چې د تیرې سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د سترې محکمې په احاطه کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی و، وروسته بیا د سترې مخکې له خوا د هغه نیول کیدل «غیر قانوني» وبلل شو او د یوې قانوني وثیقې یا ضمانت په اساس د دوو اونیو له پاره آزاد شو.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د عمران خان تر نیول کیدو وروسته پلویانو یې د پاکستان په مختلفو ښارونو کې په مظاهرو لاس پورې کړ، لارې یې بندې کړې او یو شمیر ودانیو ته یې اور ولګاوه. د پولیسو او داکترانو په وینا په دغو مظاهرو کې لږ تر لږه ۹ تنه مړه شوي او سلګونو امنیتي ځواکونه ټپیان شوي. د دغو مظاهرو په تړاو تر ۴۰۰۰ ډیر کسان نیول شوي دي چې اکثريت يې له پنجاب او خیبر پښتونخوا څخه دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و. ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب