1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خان: په پاکستان کې ترهګري نه شته؛ ترهګر له افغانستانه راځي

۱۳۹۸ بهمن ۲, چهارشنبه

عمران خان د چهارشنبې په ورځ وویل چې د امنیتي ځواکونو د هڅو په پایله کې یې نور په دې هیواد کې ترهګرۍ تقریبا ختمه شوي او اوس ترهګر له افغانستانه ورځي. هغه د افغانستان د سولې د بهیر د بریا هیله څرګنده کړه.

Screenshot Exklusivinterview mit Imran Khan

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د سویس په داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د یوې تلویزیوني ژوندۍ خپرونې په ترڅ کې د پاکستان، افغانستان، هندوستان او ایران په گډون ډيرو مسایلو باندي خبرې ورکړې. هغه د بحث په یوې برخه کې په خپل هیواد کې د ترهګرۍ د تقریبا ختمیدو خبره وکړه.

خان وویل: «په پاکستان کې اوس تقریبا ترهګرۍ نه شته. او زه باید د امنیتي ځواکونو ستاینه وکړم.»

د پاکستاني لومړي وزیر د هغي ترهګرۍ پړه چې په خبره يې اوس کله نا کله په هیواد کې رامنځ ته کیږي، پړه پر افغانستان واچوله او ویې ویل: «اوس ستونزه دا ده چې موږ په افغانستان کې سولې او ثبات ته اړتیا لرو. ټوله هغه ترهګرۍ چې اوس کله نا کله پاکستان ته راځي، له افغانستان څخه وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغان ولسمشر په ګډون کڼ شمیر لوړپوړي چارواکي په افغانستان کې د جګړې د دوام تر شا یو لامل د پاکستان په خاوره کې د طالبانو پټنځایونه او له دې ډلې څخه د پاکستان شکمن ملاتړ بولي. اسلام آباد بیا تل دغه تورونه ردوي.

عمران خان، د چهارشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې په سیمه کې د ثبات رامنځ ته کیدو له پاره په افغانستا ن کې سوله راتلل او د سولې د روان بهیر بریا اړینه ده.

هغه وویل: «لومړۍ خبره دا ده چې باید سوله راشي. او دا هغه وخت شونې ده چې طالبان او افغان حکومت سره کښیني او سیاسي جوړ جاړی رامنځ ته شي.»

د خان په خبره په افغانستان کې د سولې راتلو په صورت کې به نه یوازې د ترهګرۍ ستونزه له منځه ولاړه شي، بلکي په سیمه کې به سوداګري هم وده وکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل