په وروستیو کلونو کې د پاکستان له پاره د افغانستان ځانګړي استازي او په اسلام آباد کې پخواني سفیر چې د یوې مودې له پاره یې د کریکټ بورډ مشري هم پر غاړه لرله د کریکټ په نړیوال جام کې د افغانستان لوبډله کمزورې بللې ده. زاخيلوال پر خپله شخصي ټویټر پاڼه د کریکټ ملي لوبډلې وروستیو ماتو ته په اشارې سره ویلي چې ملي لوبډله د تېرو کلونو په پرتله کمزورې شوې ده.
زاخيلوال چې اوس په افغان حکومت کې کومه رسمي دنده نه لري، د ملي لوبډلې د پرله پسې ماتو په هکله لیکلي: «د کریکټ نړیوال جام په سیالیو کې زموږ د ملي ټیم د تیرو څو کلو په پرتله تر ټولو کمزورې لوبې خواشینونکي دي. خو ستونزه په لوبغاړو کې نه بلکې د کرکټ بورډ په سیاسي کولو او پر سر یې په سیاسي تکراري مقرریو کې ده.»
افغانستان د روانې جون میاشتې په ۱۵ نیټه له سویلي افریقا سره د لوبې ډګر ته کوزیږي. افغانستان او سویلي افریقا د نړیوال جام د لوبډلو په ډله کې په وروستي مقام کې دي. سویلي افریقا تر اوسه پورې څلور لوبې کړي چې له دې ډلې یې درې بایللي او څلورمه لوبه یې د باران له کبله ترسره نه شوه. افغانستان بیا تر اوسه پورې درې لوبې کړي او په ټولو لوبو کې له ماتې سره مخ شوی دی.
سربیره پر دې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون ویلي دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني بریتانیا ته سفر کوي چې د نورو تر څنګ د افغانستان او انګلستان تر منځ د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د کریکټ لوبه له نزدې وویني. د لوبو شنونکي په دې باور دي چې د ولسمشر غني حضور ښايي د کرکیټ د ملي لوبډلې روحیه لوړه کړي او د سویلي افریقا ماتو ته په کتو سره اټکل کوي چې افغانستان به دا ځل غوره لوبه وکړي څو خپله لومړۍ بریا تجربه کړي.
په نړیوال جام کې د افغانستان د ملي لوبډلې د ماتو او کمزورو لوبو په هکله د زاخيلوال څرګندونې داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې کریکټ بورډ ځینې بدلونونه اعلان کړل. د تیرې سې شنبې په ورځ د کریکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي په کابل کې د یوې خبرې غونډې پرمهال سناتوره نورګلالۍ صافۍ، د ښارونو جوړولو وزیر احمد جواد پیکار، د ولسمشر غني مشاور ضیاالحق امرخیل او په پاکستان کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل، د کریکټ بورډ د غړو په توګه غوره کړل.
په دې غونډه کې د کریکټ بورډ مشر د کریکټ بورډ په غوراوي کمیټې کې هم بدلون اعلان کړی وو او روښانه کړې یې وه چې تر دې وروسته به د دولت احمدزي او پاچا حسین پر ځای د افغانستان د نوولس کلنو لوبډلې روزونکی ایندي مولز او په کورني کریکټ کې فعال مجاهد ځدران د دې کمیټې غړي وي.
K.H/B.S
زموږ له آرشیف څخه:
کریکټ نړیوال جام: افغانستان په کومو لوبغالو کې لوبې کوې؟
د کریکټ نړیوال جام پیل ته یوه ورځ پاته ده. لومړۍ لوبه د کوربه هیواد بریتانيا او سویلي افریقا تر منځ ده. د افغانستان لومړۍ لوبه د جون مياشتي پر۱ نېټه له آسترالیا سره ده. د هغو لوبغالو انځورونه چې افغانستان پکې لوبې کوي.
انځور: Reuters/D. Liyanawatteافغانستان – آسترالیا، برسټل کاونټي ګراونډ
په سږني نړیوال جام کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه له آسترالیا سره د جون مياشتي پر لومړۍ نیټه وکړي. دغه لوبه په برسټل کاونټي ګراونډ کې ده چې د نیول روډ، په نامه هم یادیږي. په دغه لوبغالې کې لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه په ۱۹۸۳م کال کې وشوه.
انځور: picture-alliance/PA Wire/S. Gallowayافغانستان – سریلانکا، سویلي افریقا کارډیف ویلز ستدیوم
افغانستان به خپله دوهمه لوبه د جون میاشتې پر ۴مه نیټه له سریلانکا سره ولري. دغه لوبه په کارډیف ویلز لوبغالې کې کیږي چې د ۱۵۲۰۰کسانو د ناستې ځای لري. دغه لوبغالی په ۱۸۵۴م کال کې جوړ شوی ده. افغانستان خپله څلورمه لوبه د جون مياشتي پر پنځلسمه نیټه په همدې لوبغالي کې له سویلي افریقا سره لري.
انځور: picture-alliance/PA Wire/J. Giddensافغانستان – نوی زیلنډ، کاونټي ګراونډ ټانټن
د جون میاشتې پر اتمه نیټه افغانستان خپله دریمه لوبه له نوي زیلنډ سره کوي. په دغه لوبغالي کې په ۱۹۸۳م کال کې د بریتانيا لوبغاړي ډیویډ ګوور، د سریلانکا سره په لوبه کې سلیزه وهلې وه.
انځور: picture-alliance/PA Wire/S. Gallowayافغانستان بریتانیا، اولډ ټرافورد مانچستر
افغانستان به خپله پنځمه لوبه د کوربه هیواد بریتانيا سره د جون مياشتي پر ۱۸نېټه په مانچستر کې تر سره کړي. دغه لوبغالی په ۱۸۵۷م کال کې د مانچستر کریکټ کلب، د کورني ستدیوم په توګه پرانیستل شو. دغه لوبغالی د بریتانيا دوهم پخوانی لوبغالی شمیرل کیږي. په دغه لوبغالي کې د جون میاشتي پر ۱۶مه نیټه د هند او پاکستان لوبه هم ده.
انځور: picture-alliance/PA Wire/S. Cooperافغانستان - هند او بنگله دیش، همپشایر ستدیوم
په ټوله کې د ۲۰۱۹م کال د نړیوال جام په ترڅ کې په دغه لوبغالي کې پنځه لوبي کیږي. افغانستان په همپشایر لوبغالي کې د جون میاشتې پر ۲۲ نیټه له هند سره او پر ۲۴ يې له بنګله دیش سره خپل بخت ازمویي. د ۲۰۱۸م کال په آسیا جام سیالیو کې هند له بنګله دیش څخه یوه لوبه ګټلې وه او له هند سره یې لوبه مساوي شوې وه.
انځور: picture-alliance/PA Wire/M. Kertonافغانستان - پاکستان او ویسټ انډیز، هیډنګلی لیډز
هیډنګلي لوبغالی په لیډز ښار کې دی او شاوخوا د ۱۷۵۰۰ کسانو ظرفیت لري. افغانستان په دغه لوبغالي کې دوې مهمي لوبې لري چې د جون مياشتي پر ۲۹مه له پاکستان سره د او د جولای مياشتي پر څلورمه نیټه بيا له ویسټ انډیز سره ده. د سږني نړیوال جام په تمریناتي سیالیو کې افغانستان خپلي سیالې لوبډلې پاکستان ته ماته ورکړه. خو په تمریناتي لوبو کې بیا ویسټ انډیز، د نیوي زیلنډ پر وړاندي ۴۲۱ منډې وکړې.
انځور: picture-alliance/PA Wire/R. McCarthy