عنان: د سوريې د کړکېچ ټول اړخونه دي د بشري حقونو درناوی وکړي
۱۳۹۱ مرداد ۸, یکشنبهاعلان
د سوريې له پاره د ملگرو ملتونو او عربي لیگ ځانگړي استازي کوفي عنان د سوريې د کړکېچ پر ټولو ښکيلو اړخونو ږغ کړی دئ چي د نړیوالو قوانينو او بشري حقونو احترام وکړي. دا څرگندونې د عنان په هغه بيانيه کي راغلي دي چي په جینوا کي خپره سوې ده.
عنان پر ياغيانو او حکومتي ځواکونو ږغ کړی دئ چي د نورو وينو د تويېدلو مخه دي ونيسي. د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو وېستروېله د سوريې پر ولسمشر بشارالاسد ږغ کړی دئ چي د واک څخه دي ليري سي. وېستروېله د سوريې پر ريژيم د جنايتونو تور لگولی دئ. وېستروېله د يوې المانۍ مجلې سره په خبرو کي په سوريه کي د مسيحيانو د امنيت په هکله هم اندېښنه ښوولې ده.