عنان د سوري د سولي د پلان له پاره د ايران ملاتړ غواړي
۱۳۹۱ فروردین ۲۳, چهارشنبهاعلان
د ملګرو ملتو خاص استازي کوفی عنان په ایران کي د سوریې د سولي پلان د ملاتړ غوښتنه وکړه. عنان نن په تهران کي له خارجه وزیر علي اکبر صالحي سره وکتل.
تر دغي لیدني کتني وروسته عنان د ژورنالیستانو په مخکي وویل، چي دوی پردې باندي موافق دي چي د سوریې د بحران له پاره یو سوله يیز حل پیدا سي. ده اطمینان ورکړ، چي د پنجشنبې تر سهاره پوري به وضعيت یو څه ښه سي. صالحي بیا ټینګار وکړ، چي په سوریه کي هر ډول تغییرات باید د جمهوررئیس بشارالاسد تر رهبرۍ لاندي تر سره سي.