1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عيني شاهدان: په سودان کې پر نارينه و او ښځو جنسي تېری کيږي

۱۳۹۸ خرداد ۱۸, شنبه

د څو اوونيو راهيسې مظاهره چيان په سودان کې يو ملکي حکومت غواړي. يوه عيني شاهده د سودان د پوځ د مقر شاوخوا کې د جنسي تېريو په هکله رپوټ ورکوي.

Sudan Proteste in Khartum
انځور: Getty Images/AFP/A. Shazly

د ښځو د حقونو فعاله ناهيد جبرالله له دويچه ويله سره په خبرو کې وايي چې پر ځوانو سودانۍ ښځو باندې ډېر شمېر د جنسي تېري پېښې ثبت شوې دي. شکمن عاملين يې د «چټک ملاتړ ځواکونو» په نوم د يوې نيمه پوځي مليشې غړي دي چې د سودان په امنيتي ادارو پورې اړه لري. هغه په هغو مليشو پورې هم تعلق لري چې د پوځ په امر د پاڅون کوونکو ولسونو پر ضد جګړه کوي او د دارفور په کورنۍ جګړه کې يې هم له بشري حقونو څخه ډېرې سرغړونې کړې وې. هغه د ډېرو کلونو راهيسې د سودان د پوځ له خوا په دنده ګومارل کيږي.

دغه لاريون کوونکي په سودان کې د پوځ له خوا ولس ته د قدرت انتقال غواړيانځور: Reuters/Stringer

د ربړول شوو ښځو مړي

په دغه ځانګړې مرکه کې مېرمن جبرالله پر ښځو او نارينه و له جنسي تېريو څخه خبرې وکړې. د هغې په وينا د نيل له سيند څخه راويستل شوي ځينې مړي د هغو ښځو دي چې جنسي تېری ورباندې شوی وو. دغې عيني شاهدې دا هم ويلي دي چې «داسې د جنسي تېري موارد هم ثبت شوي دي چې په روغتونونو کې يې صورت نيولی دی». خو د هغې په خبره تر اوسه لا ډېره سخته ده چې دقيقې شمېرې په ګوته شي ځکه چې په سيمه کې د انترنېټ امکانات قطع شوي دي او د تليفون ليکه هم ثابته نه ده. کله چې پوځ په خرطوم کې د خلکو د پرلت ضد اقدام کاوه، جبرالله د پېښې په ځای ځايګي کې حضور درلود. د هغې په خبره مظاهره چيان په تاوتريخوالي سره وپاشل شول چې له ډزو، اوبو شيندونکو او اوښکي بهونکي ګاز څخه کار واخيستل شو. جبرالله او ځينې نور فعالين ورسره په يوه څېرمه پرته ودانۍ کې پټ شول.  


Emad Hassan/NS/BS

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل