غالب: ايران د بندي افغانانو دقيقه شمېره نه راکوي
۱۳۸۹ دی ۸, چهارشنبهپه ايران کي د په زرهاوو افغان زندانيانو په اړه هغه مهال پر هغه هيواد باندي نيوکي ډيري سوې چي ايران د نشه يي موادو په کارو بار تورن په لسهاوه افغانان سږ کال اعدام کړل.
د افغانستان د عدليې وزير حبيب الله غالب نن په يوه خبري غونډه کي وويل چي ډير زندانيان د نشه يي موادو د قاچاق په تور د ايران په زندانونو کي شپې او ورځي تيروي.
« د ايران په زندانونو کي شاوخوا پنځه زره افغانان بنديان دي چي د هغوی څخه ډيره برخه يې د نشه يي مواد په قاچاق او لس فيصده يې په جنايي جرمنو تورن دي.»
د افغان چارواکو په خبره په روان کال کي د افغان حکومت استازو ايران ته درې واري سفرونه درلودل تر څو پدې اړه د ايراني چارواکو سره خبري وکړي. خو تر اوسه پوري دې خبرو عملي نتايج نه درلودل.
وروسته تر هغه چي د ايران حکومت ۴۵ تنه افغانان اعدام کړل، افغان حکومت د بشري حقونو او مدني ټولنو تر سختو نيوکو لاندي راغلی. خو افغان حکومت وايي چي ايران د هغو افغانانو په اړه چي په اعدام محکوم سوي خبرو ته حاضر نه دی.
غالب په دې اړه وويل چي« د اعداميانو او د اعدام د فهرست په هکله مو ډير کوښښ وکړی ولي په دې بريالي نه سوو چي د هغوی څخه يې تر لاسه کړو.»
ددې تر مخه داسي راپورنه ول چي په ايران کي په زرهاوه افغانان د اعدام سره مخامخ دي ولي غالب دغه راپورونه رد کړل.
« هغه څه چي دلته افواه ول چي په ايران کي درې زره افغانان د اعدام سره مخامخ دی، د ايران حکومت دغه خبره په ټنګه رد کړه او ويې ويل چي په ټول ايران کي د اعداميانو شمېر درو زرو ته نه رسیږي.»
دغه راز غالب هغه خبري هم رد کړې چي د بګرام په هوايي اډه کي پټ زندان سته او هلته د بنديانو سره ډير بد چلند کیږي.
د اکتوبر په مياشت کي داسي راپورونه خپاره سول چي د بګرام په پوځي اډه کي داسي پټ ندان سته چي هلته افغانان شکنجه کيږي.
د افغانستان د عدليې وزير حبيب الله غالب وويل هغه افغان زندانيان چي په کليو او بانډو کي نيول کيږي اول د بګرام زندان ته وړل کيږي او هلته دوې اونۍ تيروي، خو په هغه صورت کي چي افغان حکومت دغه زندانيان ژر تحويل کړي خارجي ځواکونه يې ورسپاري.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل