1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو غرختونکی د موندلو جواهراتو د نیمايي برخې خاوند شو

۱۴۰۰ آذر ۱۵, دوشنبه

يو غرختونکي د آلپ د مون بلان غره په يخچالونو کې د زمردو، سرو او شنو یاقوتونو يوه ډکه بکسه موندلې وه چې له يوې غورځيدلې الوتکې څخه پاتې وه. د څو کلونو تر تيريدو وروسته تصميم ونيول شو چې نیمايي جواهرات د غره ختونکي شي.

Glacier du Tour bei Chamonix Frankreich
انځور: imago/blickwinkel

دغه قیمتي ډبرې او باارزښته جواهرات اته کاله مخکې د آلپ سيمې د مون بلان غره په يخچالونو کې موندل شوي ول. دغه جواهرات تر موندلو اته کاله وروسته، د غره ختونکي چې هغه يې موندلي ول او د سیمیزې ادارو تر منځ وويشل شول.

د شاموني کوچني ښار، ښاروال، اريک فورنیر په دې اړه وويل: «قیمتي ډبرې په دوو مساوي برخو ووېشل شوې چې د هرې برخې ارزښت يې ۱۵۰ زره یورو دی.»

فورنير زياته کړه، هغه خوښ دی چې بلاخره دغه قضيه نوره فیصله شوې ده.

د شاموني ښاروال د غره ختونکي له صداقت څخه ستاینه وکړه چې دغه ډبرې يې د ۲۰۱۳م کال په سپتمبر کې د بوسون په یخچال کې موندلې وې.

دغه غرختونکی چې هغه وخت ۲۰ کلن وو، د دغو قیمتي ډبرو ډکه بکسه يې د شاموني ښار د پاسه په ۴۳۰۰ مترۍ ارتفاع کې موندلې وه. غره ختونکي بکسه تر موندلو وروسته هغه د سیمي ژاندارمې ته سپارلې وه.

د زمرد، سره ياقوت او شين ياقوت جنسونو دغه ډبرې، په کوچنيو کڅوړو کې چې د «هند ساخت» ليبل ېې درلود بسته بندي شوې وې. احتمال کيږي چې دغه ډبرې به په هغې الوتکه کې وې چې شاوخوا ۵۰ کاله مخکې په همدې سیمه کې د مون بلان له غره سره ټکر شوې او غورځيدلې وه.

په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۶ کلونو کې د هندوستان دوه مساپروړنکې الوتکې، له مون بلان غره سره ټکر او لويدلې وې. د لومړنۍ الوتکې په سقوط کې ۵۸ کسانو او د دوهمې الوتکې په سقوط کې ۱۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د دواړو الوتکو هيڅ مساپر او د الوتکې هيڅ خدمه ژوندي پاتې نه سول.

له یادو پیښو راوروسته وخت ناوخت په سیمه کې د الوتکو ماتې ټوټې، بکسونه او د اجسادو بقایاوې موندل کيږي.

ګمان کیږي چې د جواهراتو موندل شوې بکسه به د ایرایندیا هغې الوتکې اړوند ول چې د ۱۹۶۶ کال د جنورۍ په ۲۴مه يې په ۴۷۵۰ مترۍ ارتفاع کې له مون بلان غره سره ټکر وکړ او ټوټه ټوټه شوه. تحقیقاتو وښوده چې شونې نه د دغو جواهراتو خاوند یا وارث دې پيدا کړل شي.

دويچه وله ف/م.ک.ص./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل