غزني د اسلامي نړۍ کلتوري پلازمینه شو
۱۳۹۲ فروردین ۲۴, شنبهدغه مراسم د ځانګړو نندارو لکه چوب بازي، اتڼ، توره جنګي او ورزشي نندارو په بدرګه ترسره شول. پر دې سربیره په دغو مراسمو کې محلي سندرې هم شاملې وې.
په دې اړه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین وایي:«داسې پروګرامونه په پام کې نيول شوي ول چې ځیني یې تېر کال پای ته ورسېدل، نور سږ کال پای ته ورسېدل او یو شمېر پروګرامونه تر لاس لاندې دي. ځینې داسې پروګرامونه هم شته چې تر پنځلسو یا شلو کلونو پورې به دوام مومي. په هر صورت بايد په غزني کې لوی کارونه سر ته ورسيږي چې له نېکه مرغه د تر سره کېدو په حال کې دي.»
د کلتوري ټولنو او بهرنيو هېوادونو ډېر شمېر مېلمنو چې په دغه مراسمو کې یې ګډون درلود، د غزني د پاتې شوو تاریخي آثارو د بیا رغولو په برخه کې ژمنې وکړې.
د ایران د اطلاعاتو او ارشاد وزیر چې په دغه مراسمو کې یې خبرې کولې، ژمنه وکړه چې هېواد به یې د فرهنګي چارو په برخه کې د غزني ولایت سره ډېره همکاري وکړي.
د غزني ولایت والي محمد موسی اکبرزاده، د اسلامې نړۍ د کلتوري پلازمینې په نوم د دغه ولایت اعلانول د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په برخه کې د نېک ګام په توګه یاد کړ او ویې ویل چې له طالبانو غواړي چې له جګړې څخه لاس واخلي.
د غزني والي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دا په ۲۰۱۳م کال کې د غزني لومړنی جشن دی او په پام کې ده چې د روان کال د میزان په میاشت کې به وروستی جشن ولمانځل شي او تر هغه وخته به ټول چمتووالی ونیول شي.
په نوموړو مراسمو کې د ډېری ګډونوالو په اند، داسې انتظار کیده چې دغه مراسم به په ښه شان سر ته ورسیږي، خو ګډوډي او بې نظمي د دغو مراسمو له اصلي ننګونو څخه په ګوته شوي دي.
په غزني ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د دغه مراسمو له پاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي. داسې هم ویل کیږي چې په غزني ښار کې د امنیت په برخه کې دغسې هڅې به یوازې د څو ورځو له پاره وي او ښایي د نوموړو مراسمو د سرته رسېدو وروسته به یو ځل بیا ناامنۍ رامنځ ته شي.
غزني د پاتې شوو با ارزښته لرغونو تاریخي آثارو په لرلو سره په ۲۰۰۷م کال کې د اسلامي هېوادونو د کلتوري پلازمېنې په نوم ونومول شوه. د ډیری فرهنګیانو په اند د غزني ولایت تاریخي پاتې شوي آثار بیا رغونې او جدي څارنې ته اړتیا لري، چې ښایي د افغانستان د حکومت له وسه پوره نه وي.