غزني: د سړک د غاړې ماین د ۵ ولسي کسانو ژوند واخیست
۱۳۹۱ تیر ۱۱, یکشنبهاعلان
نن په غزني کې د سړک د غاړې د یوه ماین د چاودنې له امله ۵ تنه ملکي کسان وژل شوي او نور ۱۱ تنه ټپیان شوي دي. دغه چاودنه د غزني ښار ته څیرمه رامنځ ته شوې ده. یو سرویس موټر چې له کابل څخه کندهار ته روان وو د دغه ماین ښکار شوی دئ.
په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. تر اوسه لا د دغه برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستي خو چارواکي د دغه برید پړه د افغانستان پر دښمنانو ور اچوي. د غزني د امنیې قوماندان زړه ور زاهد، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه سرویس موټر چې له کابل څخه کندهار ته روان وو د سړک د غاړې د ماین ښکار شو چې په ترڅ کې ئې ۵ تنه ملکي وگړي وژل شوي او نور ۱۱ تنه ټپیان دي. د ځایي روغتون چارواکو هم د مرگ ژوبلې دغه شمیر تائید کړی دئ.