1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

غزني: یوه خصوصي راډيو د طالبانو د ګواښونو له امله تړل شوې

۱۳۹۸ تیر ۲۴, دوشنبه

په غزني کې د ېوې خصوصي راډيو چارواکي وايي چې د طالبانو د پرله پسې ګواښونو وروسته يې، راډيو تړلې ده. خو د طالبانو وياند د دغې ډلې له خوا شوي ګواښونه رد کړي دي.

Puli Khumri regional studio of Afghan public broadcaster
انځور: picture-alliance/dpa/S. Koszticsak

په غزني ولايت کې د یوې خصوصي راډيو مسولین وايي چې وروسته له هغې چې د طالبانو يوه سيمه ايز قوماندان له خوا په دې اړه چې ښځې دې په راډيو کې ويندويي نه کوي، په پر له پسې توګه ګواښونه ترلاسه کړل، راډيو يې تړلې ده.

دغه پيښه په داسې وخت کې رامنځ ته کيږي چې طالبان سولې ته د رسيدو په موخه د امريکا متحده ايالاتو سره پر مذاکراتو بوخت دي. په دغو مذاکراتو کې د آزادو رسنيو او د ښځو د حقونو په څير د مسايلو په هکله د طالبانو دریځ، هغه موارد دي چې ورباندې ډیر تمرکز شوی دی.

په غزني کې د «سما» راډيو له ۲۰۱۳م کال راهيسې فعاليت درلود چې سیاسي، ديني، ټولنيزې او تفريحې خپرونې يې خپرولې. دغې راډيو د درې ښځينه ويندويانو په ګډون ۱۳ کارکونکي درلودل او په دوو ژبو پښتو او دري یې خپرونې درلودې.

د سما راډيو مشر رامز عظيمې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جون میاشتې په ۱۵مه نیټه) وويل چې دوی د طالبانو د يوه سيمه ايز قوماندان له خوا د ټيلفوني اړيکو له لارې او په استول شوو ليکونو کې ګواښونه ترلاسه کړي چې په کې ویل شوې، د ښځينه کارمندانو له استخدام څخه ډډه وکړي.

انځور: DW/M. Saber Yosofy

عظيمي د رويټرز خبري آژانس ته په دې هکله وويل: «طالبان دغه راز زما کور ته راغلل او زه يې وګواښلم.» هغه زیاته کړه چې دغه ګواښونه د دې سبب شول چې د راډيو نشرات د تعليق په حالت کې راولم.»

شخصي اختلافات او که د طالبانو ګواښونه؟

خو د طالبانو یوه ویاند ذبيح الله مجاهد د دغې ډلې د يوه قوماندان له خوا دغې راډيو ته د شوو ګواښونو ادعا رد کړه. هغه رويټرز خبري آژانس ته وويل: «موږ هڅه کوو چې د دغې مسئلې جزئيات پيدا کړو.» طالبان وايي ډير شمير داسې کسان شته چې له نورو کسانو سره شخصي اختلافات لري او په جعلي توګه ځان طالبان معرفي کوي.

د غزني ولايت څو ولسوالۍ د طالبانو تر کنترول لاندې دي. په دې وروستیو کې طالبانو په داسې حال کې چې له امریکا متحده ایالاتو سره یې د سولې مذاکرات روان کړي، د افغانستان په بیلابیلو برخو کیې یې خپلو وسلوالو بريدونو ته هم زور ورکړی دی.

انځور: picture alliance/AP Photo

طالبانو په خپل يوه تازه بیان کې ويلي چې د اسلام دين ښځو ته د  تجارت او مالکيت، ميراث، زده کړې، کار، د خاوند انتخاب، امنیت او د رفاه حقوق ورکړي دي. خو د حکومت مخالفې دغې وسلوالې ډلې په عين حال کې فعالې ښځې محکوم کړي دي چې پر وينا يې ښځې د «افغاني دود او آدابو خلاف» تحريکوي.

طالبانو د خپلو وسلواله فعاليتونو په لړ کې تر اوسه د افغانستان پر څو رسنيو باندې وژونکي او خونړي بريدونه کړي. په عین حال کې اوسمهال افغانستان د خبريالانو له پاره د نړۍ يو تر ټولو خطرناک هيواد ګڼل کيږي. طالبان وايي چې دوی يوازې پر هغو رسنيو بريدونه کوي چې د دوی خلاف تبليغات کوي.

Ss/af (Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل