د غزني ځايي چارواکو د دوشنبې په ورځ ( ۲۰۲۴م کال د اپریل ۱) ويلي دي چې په دغه ولایت کې د ماین په یوه چاودنه کې نهه ماشومان وژل شوي دي.
د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر حمیدالله نثار د یادې پیښې په هکله وویل چې یو شمیر کوچني هلکانو او نجونو د دې ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې له یوه ماین سره لوبې کولې چې چاودنه پرې شوې ده. د نوموړي په خبره دغه پیښه د یکشنبې په ورځ شوې ده چې پکې د نثار په خبره نهه ماشومان وژل شوي دي.
حمیدالله نثار، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د روسانو د اشغال له وخته پاتې یو ناوچاودل شوی ماین هغه وخت چاودنه کړې چې دوی [ماشومانو] ورسره لوبې کولې. له بده مرغه په دې پیښه کې نهه ماشومان وژل شوي دي.»
په عین حال کې د غزني ولایت د طالب پولیسو چارواکي هم د پیښې پخلی کوي او وايي چې په وژل شویو کې پنځه نجونې او څلور هلکان دي او عمرونه یې هم د څلورو او لسو کلونو ترمنځ دي.
ځمکني ماينونه يو ناوړه ميراث
پر ماينونو د بندیز پر هڅو سربيره د نړۍ تر۵۰ په زياتو هيوادونو کې اوس هم په میليونونو ماينونه ښخ دي. دا ماينونه هره ورځ د انسانانو ژوند ګواښي. ماينونه څرنګه شنډېدلای شي؟ په دې انځوريز راپور کې يې وګورئ. انځور: picture-alliance/AP Photo/A.Niedringhaus په ټوله نړۍ کې تر لس ميليونه زيات ماينونه په دې اړه دقيق معلومات نه شته چې په ټوله نړۍ کې څومره ماينونو لا ښخ دي. خو اټکل کيږي چې دا به يو ميليون وي. د جنګونو دا پاته شوي د انسانانو ژوند ګواښي. د «اوتاوا تړون» يا په اصطلاح د اوتاوا کنوانسيون چې د ماينونو پر کارولو، ساتلو، توليد او تجارت بنديز لګول غواړي، ۱۶۲غړي لري.
انځور: picture-alliance/dpa «ماين چاودونکی» په راتلونکې کي د ماين پاکۍ آله ګل ته ورته د ماين پاکۍ دا آله د باد په زور چليږي: د «ماين چاودني» په نوم دا آله يوه افغان مسعود حسيني، چې په هالند کې ژوند کوي، جوړه کړې ده. دا ګردي شکل لرونکي ۱۷۵ پلاستيکي غابونه لري چې د باڼس په اوږدو لرګو پورې تړل شوي دي. دا آله په ساحو کې د باد په زور چليږي او ماينونو چوي.
انځور: Massoud Hassani ماين چاودنونکی: «د باد په زور د ماينونو شنډول» حسيني ته د «ماين چاودونکی» جوړولو فکر د لوبو د هغه شي ور پيدا شو چې ده ورسره په ماشوماتوب کې لوبې کړي وې او دا هم په باد چليده. د هالند د دفاع وزارت په برکت دا آله اوس په آزمايښتي پړاو کې ده او لا پراختيا ورکوله کيږی. د څيړونکو يوه ډله دمګړۍ د دې ډيزاين په ښه کولو بوخته ده څو دا آله نه يوازې لا پسې خوندي شي، بلکې په هر ډول ساحو کې ښه کار ورکړي.
انځور: Massoud Hassani حسيني (ښي اړخ ته) د يوه «ماين چاودني بې پيلوټه الوتکې» په جوړولو هم بوخت دی چې ماينونه به د يوه سنسور په مرسته کشف کوي او د يوه بازو په واسطه به يې يوه خوندي ځای ته انتقالوي او هلته به يې چوي. د حسيني په حواله دا اختراع چې لا اوس په آزمايښتي مرحله کې ده د اوسنيو تخنيکونو په پرتله ډيره چټکه او ارزان بیه ده.
انځور: picture-alliance/dpa/R. de Waal د بيلجيم يوه غیر دولتي موسسه ماين موندونکې مږي روزي چې په ډيرو هيوادونو کې به ترې د ماين پاکۍ په برخه کې کار واخيستل شي. مږې چې ډير ښه شامه حس لري، د ټي اين ټي د چاوديدونکې مادې د موندلو روزنه ورته ورکول کيږي. دا کار به ماين موندنه چټکه کړي. د «اپودو» په نامه دې اين جي او ويلي چې د ماين موندلو په ترڅ کې تر اوسه يوه مږه هم نه ده تلف شوې.
انځور: Getty Images/T. Weidman ماين موندونکی د خپل کار په جريان کې نه يوازې مږې د ماينونو له پاره ښه پزه لري، بلکې سپي هم دا کار په ډير ښه شان سره کولای شي. تر څو مياشتني روزني وروسته سپي چاوديدونکي مواد کشف کولای شي. «مارشل ليګيسي انستيتوت» په لومړي ځل په ۱۹۹۹م کال کې د سپو دا پروګرام رامنځته کړ. له هغه راهيسې د سپو په مرسته کابو ۴۵ مربع کيلومتره ځمکه خوندي ګرځول شوې. دمګړۍ په ټوله نړۍ کې تر۹۰۰ زياتو سپو څخه د ماين پاکۍ په برخه کې کار اخيستل کيږي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Loeb د ماينونو پر ضد جنګي آلاتو استعمال دا ماشين داسې ښکاري لکه يو ټانک او تريشل چې سره يو ځای کړل شوي وي او دا کار هم همداسي کوي. د «آردوارک» په نوم د ماينونو شنډولو دا ماشين له ۷۲ زنځيرونو سره په ځمکه کې ښخو ماينونو ته چادونه ورکوي، بې له دې چې ماشين ته زيان ورسي.
انځور: Aardvark ماينونه تر ډيرې مودې فعال وي ماينونه چې يو ځل په ځمکه کې ښخ کړل شي، تر۵۰ کالو هم زياته موده فعال پاته وي. په دې ترتيب ماينونه د مهاجرو او بې ځايه شويو بيرته دې سيمو ته د ستنيدو پروسه هم ورو کوي او تر جنګونو وورسته د بيارغوني او پراختيا مخه هم نيسي.
انځور: picture-alliance/dpa اوس يوازي په يولسو هيوادونو کې چې چين او روسيه هم پکښې شامل دي، ماينونه توليديږي. د ماينونو پر ضد مبارزه کې يو ستر ګام د اوتاوا کنوانسيون له عملي کيدو سره پورته کړل شو. خو تر څو چې ماينونه په ځمکو کې پراته وي او انسانان وژني او معلولوي یې، زموږ په مخکې لا ډيري ستونزي پرتې دي.
انځور: DW/Y. Castro
په یوه بله ورته پیښه کې په هرات ولایت کې هم یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي. د هرات ولایت د پولیسو چارواکو ویلي دي چې پرون د یکشنبې په ورځ په دغه ولایت کې د یوه ناچاودل شوي ماین چاودنې له کبله یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.
افغانستان چې له لسیزو راهیسې د جګړو او ناکراریو شاهد دی، وخت ناوخت د دغه راز پیښو شاهد وي. د سره صلیب نړیوالې کمیټې په خبره، که څه هم په افغانستان کې جګړې تر پخوا کرارې شوي دي، خو ماینونه او چاودیدونکي توکي لا هم د افغانانو ژوند اخلي چې په خبره یې د ماینونو زیاتره قربانیان ماشومان دي.
آژانسونه / خ. ح / ن. ز
انځورونه: د ماین پاکۍ بهیر په انځورونو کې
د ملگرو ملتونو سازمان په ۲۰۰۵ کال کې اعلان وکړ چې هر کال به د اپریل میاشتې په څلورمه نیټه د ماین د گواښونو په اړه د عامه پوهاوۍ او د ماینونو له پاکولو سره د مرسته کولو نړیواله ورځ ولمانځي. انځور: AP په افغانستان کې د ماینونو ۶۰ سلنه قربانیان ماشومان دي یو افغان ماشوم چې په کورنیو جگړو کې یې خپله پښه له لاسه ورکړې ده، په هرات کې د سره صلیب په دفتر کې په تمه دی چې ورته یوه مصنوعي پښه جوړه شي. په افغانستان کې ډیر وخت ماشومان د ماینونو قرباني کیږي.
انځور: picture-alliance/landov اتیا هیوادونو اوس هم ماین لرونکې سیمې لري هغه سیمې چې په کې د ماین گواښونه موجود وي، په یوې سرې علامې نښاني کیږي. اوس هم په نړۍ کې شاوخوا ۸۰ هیوادونو د ماین لرونکې سیمې لري. هر کال په ټولې نړۍ کې شاوخوا ۵۰۰۰ انسانان د ماینونو قربانۍ کیږي.
انځور: F.Mashuof ماینونه هره میاشت ۴۰ افغانان وژني د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې خلک د ماین د انفجار د یوې سیمې ننداره کوي. د وروستیو شمیرو له مخې هره میاشت په افغانستان کې ۴۰ افغانان د ماینونو د انفجار له کبله وژل کیږي. تر دې څلور کاله مخکې دغه شمیر هره میاشت ۱۵۰ تنو ته رسیده.
انځور: F.Mashuof اوس هم ماینونه ایښودل کیږي یو ماین پاکوونکی نورو ماین پاکوونکو ته د لارښوونې په حال کې دی. که څه هم په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ماین پاکي فعالیتونه دوام لري، خو بیا هم د افغانستان ډیرې سیمې په ماینونو ککړې دي. په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې نه یوازې دا چې د ماینونو گواښ له منځه نه دی تللی، بلکې اوس هم په دې هیواد کې نوي ماینونه ښخیږي.
انځور: F.Mashuof په ښوونځیو کې د ماینونو د خطرونو په اړه معلوماتي برنامې افغان ماشومان په یوه داسې ځای کې لوبې کوي، چې په کې زاړه مهمات او جنگي وسایط پراته دي. په وروستیو کلونو کې ماشومانو ته په ښوونځیو کې هم د ماینونو د خطرونو په اړه معلومات ورکول کیږي.
انځور: F.Mashuof په ماین پاکۍ کې له یو ډول سپیانو څخه چې ډیر قوي شامه حس لري، کار اخیستل کیږي. په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې دغه ډول ډیر سپیان هم د ماین پاکۍ په جریان کې وژ ل شوي دي.
انځور: F.Mashuof ډیر شمیر ماین پاکوونکو هم وژل کیږي دغه انځورونه هغه ماین پاکوونکي ښيي چې د وظیفې په جریان کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ویل کیږي چې د دې له پاره چې ټول افغانستان له ماینونو څخه پاک شي، لس کاله وخت ته ضرورت شته.
انځور: F.Mashuof یو شمیر ماین پاکوونکي د ماین پاکوولو د نړیوالې ورځې د لمانځنې په محفل کې. یو شمیر نړیوال سازمانونه د طالبانو له خوا د نوو ماینونو د ښخولو په اړه اندیښنه څرگندوي.
انځور: F.Mashuof یو افغان سرتیری یو شمیر راټول شوي مهمات ارزوي. راټول شوي مهمات لومړی یوه مشخص ځای ته انتقالیږي، او بیا وروسته ورته انفجار ورکول کیږي.
انځور: F.Mashuof ځینې وخت خو داسې هم کیږي، چې ماین پاکوونکي یوه سیمه له ماینونو پاکه اعلان کړي، او بیا وروسته په همدې سیمه کې خلک د ماینونو قرباني شي.
انځور: Demining Unit 6 مسعود هاشمي یو افغان ځوان دی چې له ماشوموالي څخه په هالند کې ژوند کوي. هغه یوه داسې اله جوړه کړې ده چې په دیر کم لگښت سره کولای شي ماین لرونکې سیمې پاکې کړي. ښاغلی هاشمې وایي چې غواړي له دې لارې له افغانانو سره مرسته وکړي.
انځور: Massoud Hassani