غزني: د ټانګر جوړونې په سرای کې چاودنې ۳ کارګر وژلي دي
۱۴۰۳ آبان ۱۳, یکشنبهد افغانستان د پلازمېنې کابل په پغمان ولسوالۍ کې د قلعه حیدر سیمه د شنبې په ماښام د پرله پسې اور لګیدنې او چاودنې شاهده وه. د سرچینو په حواله دغه اورلګیدنه د شنبې په ماښام شاوخوا ۶ بجې پیل شوه او وروسته له هغې د څو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.
په هغو انځورونو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي د اور سترې شعلې لیدل کیږي چې لوخړې یې اسمان ته پورته کیږي. طالبانو دغه اورلګیدنه تائیده کړې ده.
په کابل کې د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد زدران ویلي دي چې دغه اور لګیدنه د پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدر سیمه کې د ګازو په یوه شرکت کې رامنځته شوې ده.
نوموړي تاییده کړې ده چې د اور وژنې عمله سیمې ته استول شوې ده. تر اوسه پورې د دغې اور لګیدنې له کبله د اوښتي مالي او ځاني زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
د دویچه ویله له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
په ورته وخت کې په غزني ولایت کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو د ټانکر جوړونې په یوه دستګاه یا سرای کې د چاودنې د رامنځته کیدو خبر ورکړی دی.
په غزني ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي دي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ټانکر جوړونې په یوه دستګاه کې د چاودنې په پایله کې دری تنه کارګرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه چاودنه د شنبې تر غرمې وروسته د څلورمې حوزې اړوند بلخ دروازې په سیمه کې رامنځته شوې ده.
په غزني ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، چاودنه په داسې وخت کې رامنځته شوې ده چې دغه دری تنه کارګر په یوه ټانکر کې دننه پر کار کولو بوخت ول.
د طالبانو تر کنترول لاندې رسنیو ویلي دي چې د دې پيښې علت په ټانکر کې دننه د وِلډنګ یا جوش دستګاه انفجار کول وو.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا