په افغانستان کې د تیرو کلنو په پرتله اوس ښځې هڅه کوي چې د نارینه وو په شان کار وکړي او بیلابیل کسبونه زده کړي. په غزني کې هم په سونو ښځو د تجارت او کسبونو ته ملا تړلې وه.
خو د ټولې نړۍ په څیر په افغانستان کې هم د کرونا وبا د خپريدو د مخنيوي په موخه ټولنیز محدوديتونه وضع شول چې پکې د مغازو تړل او پر گرځيدو بندیز هم شامل ول. د همدې محدوديتونو له کبله اوس د دغو کاروبارونو وضعیت مخ پر خرابېدو دی او ځيني کسان نه شي کولای نور د خپلو سوداګريزو ځایونو کرایه او د کارکوونکو معاشونه ورکړي.
د غزني په مرکز او ولسوالیو کې ښځو کوچني کاروبارونه پیل کړي او مخکي له ګرځبندیز څخه يې ښې ګټې کولې، خو د کویډ ۱۹ ناروغي له وجې دوی خپله سرمایه او بچت کړې پیسې په دغه موده کې د کرایې او د کورنۍ د خرڅ له پاره لګولي او اوس د بېرته فعالیت له پاره انديښنې ښیي.
د غزني ولایت د نواباد سېمې اوسېدونکې زهرا بهار له دریو کلونو راهېسي د خیاطۍ په برخه کې بوخته ده او درې کارکوونکي هم لري. هغې اوس وروسته له ګرځبندیز څخه بېرته کاروبار ته مخه کړې خو وايي چې د پخوا په شان کاروبار نه شته. هغه زياتوي چې په دوکانونو کې د بیکارۍ ورځې تیروي ځکه د کرونا په خاطر خلک اوس نوي جامې نه جوړوي.
زهرا بهار وایي: «د قرنطین په موده کې موږ د یوه کال پیسې پر کرایه او کورنیو لګښتونو ولګولې او ما د درو ښځو معاش هم پر غاړه واخیست. هغه پیسې چې ما سپما کړې وې ټولې راڅخه مصرف شوې ځکه کار نه وو او موږ باید د څلورو دکانونو کرایه ورکړې وای.» هغې زياته کړه: «آن د کارکوونکي معاشونه هم پاته دي او تر اوسه بریالۍ شوې نه یم چې دوی ته ټول معاشونه ورکړم.»
بهار زیاتوي چې که دغه وضعیت همداسې دوام ومومې نو دوی به خپل کاروبار له مجبوریته بند کړي ځکه د اوبو، بریښنا، د دوکان کرایه او نور مصارف نه شي پوره کولاي او د کور نفقه هم ددې پر غاړه ده ځکه ورونه نه لري او پلار یې هم سپينږیری شوی.
فاطمه او ارزو په دې خیاطۍ کې کار کوي. دوی هم د خپل ناوړه اقتصادي وضعیت څخه سر ټکوي او پر دولتي او غیر دولتي ادارو غږ کوي چې د دوی له پاره د کار زمینه برابره کړي او یا هم په سوداګریزو کارونو کې یې ملاتړ وکړي.