1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غزني: موټر بم بريد درنه مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۸ تیر ۱۶, یکشنبه

د رويترز خبري آژانس په حواله په غزني کې يوه موټر بم بريد د ملي امنيت اته تنه غړي وژلي او تر ۵۰ زيات ملکيان یې ټپيان کړي دي چې زياتره یې ماشومان دي. د بريد پړه وسله والو طالبانو منلې ده.

Afghanistan Sicherheitskräfte
انځور: Imago/Xinhua

افغان چارواکو ويلي چې د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جولايي ۷ مې) د سهار د گڼې گوڼې پر مهال په غزني کې د ملي امنيت يوې حوزې ته څېرمه موټر بم بريد شوی دی. زياته شوې ده چې په بريد کې د ملي امنيت اته تنه کارکوونکي وژل شوي او ۵۰ تنه ملکيان ټپيان شوي دي.

د رويترز خبري آژانس  د غزني ولایت د چارواکو په حواله د ۱۲تنو د وژل کیدو او ۵۰ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی. 

د آلمان خبري آژانس بيا د غزني د والي د وياند له نقل قوله ليکلي چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او ۹۶ نور ټپيان شوي دي چې ۴۳ یې د ښوونځي زده کوونکي دي. 

اسوشيتد پريس خبري آژانس د غزني د ولايتي شورا د يوه غړي حسن رضا يوسفي له قوله خبر ورکړی چې د طالبانو په دې بريد کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ۸۲ تنه نور ټپيان شوي دي. هغه وويل چې زياتره قربانيان د پېښې ځای ته د څېرمه پراته ښوونځي زده کوونکي دي چې د چاودنې پر مهال ښوونځي ته روان ول. 

د غزني د روغتون مشر باز محمد همت دې خبري آژانس ته ویلي چې يو شمیر جسدونه او لږ تر لږه ۷۰ ټپیان روغتيايي مرکزونه ته انتقال شوي دي. نوموړي زياته کړه چې د پېښې د قربانيانو شمیر مخ پر زياتېدو دی او د تلفاتو شمیر ښايي تغير وکړي. 

د غزني د دې پېښې زياتره قربانيان ماشومان او د ښوونځي زده کوونکي ديانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Nikzad

وسله والو طالبانو د بريد پړه منلې ده او د دغه ډلې وياند ذبيح الله مجاهد د يوې اعلامیې له لارې ويلي: «د ملي امنيت لسونه افسران مو وژلي او يا ټپيان کړي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ هم په فارياب ولایت کې هم پر يوه مارکيت د هاوان بريدونو لږ تر لږه ۱۴ کسان وژلي ول او تر ۳۰ زيات  ټپيان ول. طالبانو او حکومت د دې بريد پړه پر يو بل ور اچوله.

وسله والو طالبانو په داسې حال کې خپل بريدونه زيات کړي چې د قطر په پلازمينه دوحه کې د امريکا متحدو ايالاتو د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې په تړاو خبرې اترې رواني دي.

په پام کې ده چې نن، يکشنبه په دوحه کې يوه بين الافغاني غونډه هم پېل شي چې دوه ورځې به دوام وکړي.

bs/sn (Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب