1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينآسیا

غزني: د کرونا ویروس او امنیتي ګواښونو سربیره د عاشورا مراسم

۱۳۹۹ شهریور ۱, شنبه

د هېواد په ډیريو ولایتونو کې د عاشورا مراسم ترسره کیږي چې سږکال د کرونا وېروس له کبله د نمانځلو لپاره یي ځینې تدابیر او بندیزونه وضع شوي دي.

Afghanistan Religion Ashura
انځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

په غزني ولایت کې په ټولو واټونو او څلورلارو کې د امام حسین (رض) د قیام او قربانۍ په یاد بيرغونه نصب شوي چې تور او شين رنګونه لري او د امام حسین نوم او القاب ورباندې لیکل شوي دي. د دې تر څنګ د صدقې او خیرات لپاره مراکز جوړ شوي ترڅو د محرم میاشت په لسمه کې پر خلکو وویشل شي.

په غزني ولایت کې د ډېرو کلونو راهيسې د عاشورا مراسم په صدقه ورکولو او د شیعه مذهبو په ځانګړو مراسمو ترسره کيږي.

په دې ولایت کې مدني فعال حسین علیزاده وایي، لکه په تیرو کلونو کې د دغو مراسمو لپاره ټول ښار په بیرغونو، تورو او شنو پردو او دراوزې په تورو رختونو پوښل شوي دي. هغه ځانګړي ځایونه چې د عاشورا پر ورځ هلته پخلی کیږي په دغسې ځیني مرکزونو کې شیدې او جوسونه د خلکو لپاره جوړیږي او په ځینو مرکزونو کې د غرمې لپاره د خوراک آمادګي نیول کیږي.

عاشورا د کرونا په فضا کې

په غزني ولایت کې خلک کرونا وېروس جدي نه نیسي ځکه د پخوا په شان د واده او مړي مراسم نمانځل کیږي او د دغه وېروس له پاره خاصو تدابیرو ته خلک پام نه کوي. د غزني ولایت اوسېدونکی محمد تقدسی وایي: «د تیرو کلونو په څیر په غزني ولایت کې سږکال هم موږ آمادګۍ نیولي او زه فکر نه کوم چې د کرونا وېروس لپاره دې بیل تدابیر نیول شوي وي، ځکه خلک کرونا په ژبه جدي ګڼي او په عمل کې ورته توجه نه کوي. د عاشورا په ورځو کې به امکان ولري د دغه وېروس له خطر سره مخ شوُ.»

دی زیاتوي، که دولت د عاشورا مراسمو لپاره په ازاده فضا کې د امنیت ژمنه وکړي نو د کرونا وېروس له خطر څخه به يوڅه په امن واوسو.

بل خوا په دغه ولایت کې د عاشورا مراسمو لپاره دیني عالمانو ناسته هم کړې او دوی د کرونا وېروس د ګواښونو پر موضوع پرېکړې کړي دي.

په غزني ولایت د دیني عالمانو د رهبرۍ غړی سید حبیب موسوي له دویچه وله سره په خبرو کې وویل، «موږ په پوره غور سره غواړو دغه مراسم ونمانځو ځکه که زموږ په دغو مراسمو کې د کرونا له وجې یو کس خپل ژوند له لاسه ورکوي د مړینې عامل به یي موږ واوسو او د خدای او دین لپاره مسئول ونه ګڼل شو.»

انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

هغه زیاته کړه چې «موږ په خپله غونډه کې پر مهمو مسألو بحث وکړ او پرېکړه پر دې شوه چې د روغتیاپوهانو نظرونه د کرونا پر وړاندې عملې کړو او کوښښ پر دې وکړو چې دغه مراسم په آزاده فضا کې ترسره کړو او د تکیه خونو او جوماتونو پاکوالي ته ډیر پام واړوو.»

د غزني ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ظاهرشاه نېکمل له دویچه وله سره په مرکه کې وویل، «له غونډیدو څخه باید ډډه وشي او د وزارت له پلان سره سم په هېواد کې د کرونا وېروس له کبله که هر مراسم او غونډه وي باید په ازاد چاپیریال کې ترسره شي او د عاشورا ورځو لپاره هم همدا پرېکړه شوې چې ټولنیز واټن او د کرونا نور اړین تدابیر باید مراعات شي.»

ښاغلی نېکمل زیاتوي، په غزني ولایت کې د کرونا وېروس د مخنیوی لپاره خلکو ته له مخکې عامه پوهاوی ورکول شوی او د کرونا د تست مرکزونه مو ورته په پام کې نیولي.

له بريدونو څخه وېره

ځیني ښاریان بیا د امینتي وضعیت په اړه اندیښنه لري چې پر دغه ورځ د دولت مخالفې ډلې پر تکیه خونو او جوماتونو بریدونه ونه کړي.

په دې اړه محمد باقر چې يو مدني‌ فعال دی، وایي چې د غزني امنیتي وضعیت خو هر وخت د اندیښنې وړ وي خو پر دغسې مراسمو چې ډیر خلک د ښځو او ماشومانو په شمول په کې ګډون کوي. ځکه نو د مخالفینو پام ډیر وي او کوښښ کوي خلکو ته خنډونه جوړ کړي.

د غزني ولایت سېمه ایز حکومت خلکو ته ډاډ ورکوي چې د محرم میاشت په لسمه به د خلکو د امنیت لپاره مهم تدابیر نیسي او همداراز له خلکو غواړي چې له دولت سره د همکارۍ په خاطر د مشکوکو کسانو راپور له امنیتي ځواکونو سره شریک کړي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده په دې اړه داسې وویل: «د روان عاشورا مراسمو لپاره په غزني ولایت کې ټول امنیتي قطعات او ارګانونه همدغې ورځې ته ښه تیاری لري او کلک تدابیر نیول شوي او برعکس د دولت وسله وال مخالفین هم هڅه کوي پر مذهبي غونډو او مراسمو کې وحشت خپور کړي او تخطي رامنځته کړي خو، بیا هم موږ په دې اړه تدابیرو ته پام کړی.»


د کربلا یا عاشورا ورځ، د امام حسین (رض) او ملګرو په ياد يې نمانځل کيږي چې د یزید له لاسه ووژل شول. له هغه وخت راهيسې د مسلمانانو له خوا د دغې ورځې په یاد د محرم په لسمه د اهل سنت او نورو مذاهبو په ګډون خیراتونه او صدقې ورکول کیږي، خو اهل تشیع یي په ځانګړو مراسمو ترسره کوي.

محمد میرویس اسلمي، غزنی

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب