د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ(۲۰۱۸م کال د سپتمبر میاشتې ۶) له آلمانۍ ورځپاڼي «بلډ» سره په خبرو کې ویلي دي چې په افغانستان کې د آلمان په اړه غلط فکر موجود دی. اشرف غني وویل چې داسې یوې ارتباطي ستراتیژۍ ته اړتیا ده چې وکولی شي هغه اشتباهي انځور چې یو شمیر افغانان یې له آلمان څخه لري، تصحیح کړي.
هغه زیاته کړه: «آلمان د مهاجرو له پاره په یوې کلا نه شي بدلیدلی».
د افغانستان ولسمشر په ټینګار سره خپل ولس ته د آلمان پر لور له مهاجرت څخه خبردارۍ ورکړ. هغه وویل: «هغه خلک چې په منځني قشر پوري اړه لري او د یوه پراخ کاروباري تنوع یوه برخه ګرځي، په آلمان کې به د بشري قوې په توګه ترې استفاده وشي». هغه وويل چې « دا به هلته ددغو خلکو له پاره سخت پرشاتگ وي».
د آلمان په کيمنيڅ ښار کې د احتجاجونو په پام کې نیولو سره غني آلمانانو ته د ویرې له زیاتیدو څخه خبردارې ورکړ: «لطفاً د یوه، دوو یا دریو تنو په خاطر د ټول ملت په هکله قضاوت مه کوئ».
هغه دغه څرګندونې په کيمنيڅ کې د یوه آلماني د وژل کیدو په شک د يوه مهاجر د نيولو په ارتباط کړي دي. خو هغه په عین وخت کې د آلمان له احتجاجونو سره تفاهم ښکاره کړ. هغه وویل: «موږ باید درک کړو چې دغه ویره د نامطمئن وضعیت له امله ده. موږ باید مظاهره کوونکي ملامت نه کړو. دوی باید متحد شي».
زموږ له ارشيف څخه:
په جرمني کي د افغان مهاجرو برياوي
ځينو افغان مهاجرو د یوي سپورټي ډلي په جوړولو سره د جرمني په ټولنه کې د ادغام په تړاو ډیر بریالیتوبونه لرلي. هغوی وايي چې په ټولنه کې د ادغام له پاره، ورزش تر ټولو لنډه لار ده.
انځور: Ajmal Wahabد «سپورټ له لاري د ادغام» په نوم دغي پروژې اصلي موخه د مختلفو هیوادونو د مهاجرو نږدیوالی او د جرمني په ټولنه کې د دوی ادغام دی. دغه پروژه د جرمني په تورینګن ایالت کې پيل شوې چې مهاجرو ته یې ښه فرصت هم برابر کړی دی. مهاجر او آلمانان توانیدلي دي چې یو د بل د ښه پیژندلو له پاره ګډ پروګرامونه ولري.
انځور: Ajmal Wahabډیر مهاجر په جرمني کې د مهاجرت لومړی شپې او ورځې ډیري ستړي ګڼي. خو په ورزشي پروګرامونو کې د دوی حضور، د هغوی زړه تنګي لیري کوي.
انځور: Ajmal Wahabپه جرمني کي افغان مهاجر غواړي چې د سختو زیارونو په ګاللو سره په سترو لوبډلو کې ځانونو ته ځای پيدا کړي.
انځور: Ajmal Wahabپه افغانستان کې هم کیک بوکس ډیر مینه وال لري. اجمل وهاب د خپلو تیرو تجربو پر اساس د مختلفو هیوادونو مهاجرو ته په دې برخه کې روزنه ورکوي. وهاب غواړي چې له دې لاري ځینو سترو لوبو ته غښتلې څیرې ور معرفي کړي.
انځور: Ajmal Wahabپه جرمني کې تر لږ وخت تیرولو وروسته، هغه مهاجر چې په خپلو هیوادونو کې یې په یوه سپورتي برخه کې فعالیت درلود، د خپلو وړتیاوو په ښکارولو سره په دې توانیدلي دي چې په ټولنه کې ځانګړی ځای خپل کړي.
انځور: Ajmal Wahabد مهاجرو له خوا د ځینو سیالیو پيل ول سترې بریاوې هم درلودې. په دې راز سیالیو کې نه یوازي مهاجر په خپلو کې سیالي کوي، بلکې په ځینو مواردو کې له آلمانانو سره هم د لوبې ډګر ته راوځي.
انځور: Ajmal Wahabاجمل وهاب یو شمیر نورو افغانانو سره په دې توانیدلی دی چې د جرمني په تورینګن ایالت کې له ځايي هنرمندانو سره په ګډه د موسیقۍ یو کنسرت هم جوړ کړي. په دې پروګرام کې پر افغان مهاجرو سربیره د نورو هیوادونو مهاجرو او جرمنيانو هم ګډون درلود. افغان مهاجر په پام کې لري چې په راتلونکې کې دغه راز پروګرامونو ته پراختیا ورکړي.
انځور: Ajmal Wahabد مهاجرو د والیبال لوبډله چې زیاتره لوبغاړي يې افغانان دي د جرمني په ارنشتاد ښار کې یې د والیبال ډيري سیالۍ کړي دي. دوی تر ډیر زیار وروسته په دې توانیدلي دي چې په ښې لوبې سرې لومړی مقام وگټي.
انځور: Ajmal Wahab