1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني او چينايي چارواکی له طالبانو سره پر مذاکراتو غږيدلي

۱۳۹۸ آبان ۱۴, سه‌شنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د چين د بهرنیو چارو وزير وانگ يي، له طالبانو سره د پلان شويو خبرو اترو په اړه سره غږیدلي. په دغه پلان شوې غونډه کې به طالبان او افغان سیاستوال ګډون وکړي.

Schweiz - Afghanistan Konferenz in Genf: Ashraf Ghani
انځور: Getty Images/AFP/D. Balibiouse

دغه غونډه چې د «بين الافغاني دیالوگ» په نامه ياديږي، په اصل کې باید په اکتوبر مياشت کې جوړه شوې وای پرته د نوې نیټې د ټاکلو وځنډيده. تر دې مخکې دې ورته یوه بله غونډه د قطر په پلازمينه دوحه کې په جولای په میاشت کې جوړه شوې وه.

ارګ د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نوامبر ۵ نیټه) وويل چې غني او وانگ د سولې په پروسه کې د افغانستان د حکومت او خلکو پر نقش تاکيد وکړ.

د ارگ په خبر پاڼه کې ويل شوي چې ولسمشر غني د دوشنبې په ماښام د چين د بهرنيو چارو له وزير وانگ يي سره په تليفوني تماس کې له طالبانو سره پر خبرو سربیره د جمهوري رياست ټاکنو د بريالي ترسره کيدو او له دولت سره د دولت د همکاريو په اړه خبرې وکړې.

زياته شوې چې وانگ يي ولسمشر ته په چين کې د سولې د جوړيدونکي غونډې په اړه معلومات ورکړي. خو په دې اړه د ارگ له خوا نور جزييات نه دي په ډاگه شوي.

غني پر دې ټینگار کوي چې له طالبانو سره د سولې هر ډول خبرې باید د هغه د حکومت په مشرتوب ترسره شي خو طالبان له حکومتي استازو سره خبرې ردوي.

bs/ms (AP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل