1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: د طالبانو تاوتريخوالی د سولې بهير زيانموي

۱۳۹۹ تیر ۱۷, سه‌شنبه

افغان ولسمشر خبرداری ورکړی چې د طالبانو له لوري تاوتريخوالی د دغه هيواد د سولې پروسه زيانمنوي. هغه په يوه ويډيوي کنفرانس کې د حکومت او طالبانو تر منځ د مذاکراتو چمتوالي په اړه د څو هيوادونو استازو ته معلومات ورکړل.

Afghanistan Herat Taliban Kämpfer
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

د افغانستان حکومت او طالبان د سولې مذاکراتو د پيليدو له پاره خپل چمتوالی نیسي تر څو يې په دغه هيواد کې د شاوخوا دوه لسيزې جګړه پای ته رسولي وي.

خو په افغانستان کې تاوتريخوالی چې په می مياشت کې د يوه درې ورځني اوربند په نتيجه کې يو څه کم شوی وو، بيرته يې شدت پيدا کړی دی. افغان چارواکو، طالبان د څو وروستيو اوونيو په جريان کې د سلونو افغان امنيتي ځواکونو پر وژلو تورن کړي دي.

ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ ناوخته د درو آنلاين ويډيويي کنفرانسونو څخه د لومړني هغه کوربتوب وکړ. د دغه کنفرانس هدف نړيوالې ټولنې ته د سولې مذاکراتو له پاره د چمتوالي په اړه معلومات ورکول او په دې اړه د نړيوالې اجماع ترلاسه کول وو. غني به په راتلونکو ورځو کې د دوو نورو آنلاين کنفرانسونو کوربتوب هم وکړي.

نوموړي د دغه ويډيوي کنفرانس ګډونوالو ته وويل: «که طالبان جګړې ته ادامه ورکوي، د سولې بهير به له جدي ګواښونو سره مخ شي.»

د ولسمشر له دفتر څخه د يوې خپرې شوې اعلاميې پر اساس، هغه ويلي دي: «له بده مرغه د اوسني تاوتريخوالي کچه، د تيرکال هغو په پرتله لوړه ده.»

افغان چارواکو ويلي دي چې په دغو کنفرانسونو کې به د امريکا متحده ايالاتو او روسيې په ګډون د څو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي ګډون کوي. پاکستان، هندوستان، ايران، چين، مصر او قطر نور ګډونوال هيوادونه دی.

خو د دغه آنلاين کنفرانس تر پیل څخه لږ د مخه، د افغانستان د ولسمشر وياند، طالبان د هغو د حملو د ډيرو په دليل وغندل.

د ولسمشر غني وياند، صديق صدیقي خبريالانو ته وويل: «زموږ له لوري د سولې مذاکراتو په برخه کې هيڅ خنډ شتون نه لري، خو موږ وينو چې طالبان په دغې پروسه کې جدي نه دي.» صديقي زياته کړه: «د افغانستان حکومت په هیواد کې د تاوتريخوالو د کمولو په هدف، ګڼ شمير طالب بنديان آزاد کړي دي، خو تاوتريخوالی کم شوی نه دی.»

افغان چارواکو ويلي دي چې د ۵۰۰۰ طالب بنديانو له ډلې چې په پام کې ده د طالبانو او امريکا تر منځ د شوې هوکړې له مخې آزاد شي، له ۴۰۰۰ څخه ډير يې تر اوسه آزاد شوي دي.

/mks/nz/af/pa (AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل