غني د نورو لوړپوړو امنیتي چارواکو استعفاوې رد کړي
۱۳۹۷ شهریور ۴, یکشنبهد معلوماتو له مخې د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر تر استعفا څو ساعتونه وروسته، د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس برمک او د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي هم ولسمشر ته خپلې استعفاوې وړاندې کړې وې.
د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ارګ ویاند هارون چخانسوري ویلي چې ولسمشر غني د امنیتي سکتور له دغو دریو جګپوړو چارواکو غوښتي چې د امنیتي وضعیت د ښه کولو له پاره خپلو دندو او کار ته ادامه ورکړي. .
د کورنیو چارو په وزارت کې دوو جګپوړو چارواکو ویلي چې د امنیتي وضعیت د خرابیدو پرمهال له حکومت سره د یادو امنیتي چارواکو د پالیسیو په برخه کې اختلافات، د دوی د استعفا اصلي دلیل دی. خو بیا هم ولسمشر غني د دوی استعفاوې رد کړي او پرځای یې له دوی غوښټي چې د وسلوالو ډلو د تازه بریدونو د مخنیوي په برخه کې حل لارې پیدا کړي.
د روان کال په ترڅ کې په ټول افغانستان کې د امنیتي ځواکونو او د طالبانو په ګډون د یو شمیر وسلوالو ډلو ترمنځ سختې جګړې شوي دي. په عین وخت کې د پلازمینې کابل په ګډون د هیواد په یو شمیر نورو برخو کې خونړي ځانمرګي بریدونه هم شوي چې درانه ملکي تلفات یې اړولي دي.
د روان کال د اکتوبر میاشتې په ۲۰ نیټه د پارلماني ټاکنو په رانیږدې کیدو سره، چارواکي د لا ډیرو بریدونو اټکلونه کوي. په دې وروستیو کې د خونړیو پیښو کچې حکومتي چارواکي سخت حیران کړي او د جګړې د مدیریت له کبله هم له سختو انتقادونو سره هم مخ دي.
په عین وخت کې تیره ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اګست ۲۵مه) د افغانستان د ملي امنیت سالاکار حنیف اتمر له خپلې دندې استعفا وکړه او ولسمشر غني یې هم استعفا ومنله.