غني: د ښځو د حقوقو خوندي کولو ته ژمن يم
۱۳۹۳ اسفند ۱۴, پنجشنبه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د مارچ ۵مه) د ښځو د نړيوالي ورځي په رارسېدو سره په يوه غونډه کي ښځو ته ډاډ ورکړ چي د دوی د حقوقو په اړه هيڅ اندېښنه ونه لري.
غني وويل چي په پلان کي ده په کابل کي د ښځو له پاره يو پوهنتون او یو روغتون جوړ سي.
غني وويل چي په پلان کي ده د عربو متحدو اماراتو په مرسته داسي کورسونه جوړ سي چي ښځو ته د رهبرۍ او مديريت په برخه کي زده کړي ورکړي. هغه وويل چي د ښځو د حقوقو ملاتړ يوازي د ښځو چارو وزارت کار نه دئ، بلکي ټولي دولتي ادارې بايد د ښځو د حقوقو دفاع وکړي:
«د افغانستان هره وزارت او هره اداره مسئوليت لري چي د ښځو له حقوقو دفاع وکړي او په اړه ئې راپور ورکړي.»
غني وويل چي په دولتي ادارو کي بايد ښځو ته کار ورکړل سي او استخدام ئې بايد د وړتيا له مخي وي نه د واسطې.
افغان ولسمشر وويل چي له ښځو سره زروزياتي ته په هيڅ دولتي اداره کي ځای نسته: «د افغانستان په هيڅ اداره، پوهنتون او مکتب کي له ښځو سره زورزياتی ځای نه لري.»
چادري پر سر کول
په افغانستان کي د ښځو د نړيوالي ورځي په وياړ چي د مارچ مياشتي اتمه نېټه ده او په افغانستان نن په غونډو سره ولمانځل سوه، يو شمېر ځوانانو چادرۍ پر سر کړې او په کابل کي پر سړکونو باندي وگرځېدل. دوی دا کار د دې له پاره وکړ چي احساس ئې کړي چي ښځي په چادريو کي څرنگه وي؟
دغو ځوانانو ويل چي په کابل کي د تگ پر مهال د نارينو له خوا ډېري خبري ورته وسې او هغوی داسي فکر کاوه چي دا ښځي دي او دوی ته ئې آزار ورکاوه.
دغو ځوانانو وويل، په چادري کي د تگ پر مهال ئې نفس قيدېدی او داسي فکر ئې کاوه، لکه په یوه کفس کي چي بنديان دي.
په افغانستان کي ښځي مجبوره نه دي چي چادري پر سر کړي، خو د کورنيو له خوا ئې ټينگار کيږي چي تر کور دباندي بايد په چادرۍ کي ووځي.