1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني له ویلس سره په لیدنه کې: د ټاکنو پایلې دې ومنل شي

۱۳۹۸ مهر ۲۳, سه‌شنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د سه شنبې په ورځ په ارګ کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالي الیس ویلس، سره ولیدل. دواړو اړخونو پر ټاکنو او د سولې پر بهیر باندې سره خبرې وکړي.

Großbritannien Aschraf Ghani trifft Theresa May
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Dunham

د افغانستان د جمهوري ریاست له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې ولسمشر غني د سه شنبې په ورځ تر غرمې مخکې د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الیس ویلس، سره ولیدل.

په بیانیه کې راغلي دي چې ولسمشر غني له میرمن الیس ویلس، سره په لیدنه کې وویل: «د ټاکنیزو کمیسیونونو خپلواکي او پرېکړو ته باید درناوی وشي.»

غني په دې لیدنه کې ټينګار کړی دی چې نوماندان باید د کمیسیون له خوا د پایلو تر اعلان مخکې د بریا ادعا و نه کړي.

د بیانیې په حواله د لیدنې بله موضوع د افغانستان د سولې بهیر دی چې تر دې مخکې په سپتمبر میاشت کې د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا په ناڅاپي توګه ودرول شو.

میرمن ویلس چې په قطر کې له طالبانو سره لومړنۍ لیدنې ترسره کړې وې، د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو په وزارت کې یوه له هغو کسانو څخه ده چې د افغانستان پر موضوع باندې تمرکز کوي.

د سه شنبې ورځې په لیدنه کې افغان ولسمشر ټینګار کړی دی چې د سولې بهیر د افغانستان د اوسني او راتلونکي حکومت له لومړیتوبونو څخه دی.

میرمن ویلس په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې یو شمیر رسنیو خبر ورکړی دی چې امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیلولو په هڅه کی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل