1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني ۵۰ افغان هنرمندانو سره د مرستې وړانديز منظور کړ

۱۳۹۸ آذر ۲۸, پنجشنبه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د اطلاعات او فرهنګ وزارت له خوا افغان هنرمندانو ته د مرستې وړانديز منظور کړ. په دغه وړاندیز کې د نامتو سندرغاړي استاد ګل زمان په ګډون يو شمیر نورو هنرمندانو ته د مرستې غوښتنه شوې ده.

Afghanistan TV Ansprache Aschraf Ghani
آرشيفانځور: Reuters/Afghan Presidential Palace office

د راگ په فيسبوک پاڼه کې د يوه خپاره شوي خبر په حواله د افغانستان د مرکز او ولایتونو څخه د اوو څانګو پنځوسو هنرمندانو سره د مرستې وړانديز د افغانستان ولسمشرۍ رياست ته واستول شو چې د ولسمشرۍ دفتر له خوا منظور شوی دی. زياته شوې چې د ولسمشرۍ دفتر سپارښتنه کړي چې د پاخه عمر درلودونکو هنرمندانو د راتلونکي کال د مياشتنۍ تنخواه موضوع دې د تصويب په موخه، په کابينه کې مطرح شي.

د ارګ په فيسبوګ پاڼه کې زياته شوې چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يکشنبې په ورځ د ۱۳۹۸ کال يو هنري فيستوال او په ورستیو سلو کلونو کې د هنري بهير يو سیمينار جوړ کړی وو چې په کې د افغانستان له ۴۵۰ تنو څخه ډيرو هنرمندانو ګډون درلود.

افغان حکومت د پنځوسو افغان هنرمندانو سره د مرستې دغه وړانديز په داسې وخت کې منظوروي چې افغان هنرمندانو ډیری وخت په رسنيو کې حکومت له دوی سره په نه همکارۍ او له پامه غورځولو باندې تورن کړی دی.

په وروستيو ورځو کې په ټولنيزې رسنۍ فيسبوک کې داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکې د افغانستان د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني او يا د هغه زوی اجمل رحماني چې د ولسي جرګې غړی دی، د افغانستان پخواني سندرغاړی استاد ګل زمان سره نغدي مرستې کړي دي. خو دغه خبر وروسته د استاد ګل زمان له خوا رد شو. ګل زمان په یوه ويډيو کې چې پر فیسبوک خپره شوه وويل چې له هغه سره د ولسي جرګې مشر يا يې زوی مرسته نه ده کړې او نه یې هم هغوی ليدلي دي. ګل زمان په دغې ويډيو کې له خلکو وغوښتل چې دغه شان درواغ خبرونه خپاره نه کړي.

خو تر دې وروسته د دسمبر په ۷مه، د افغانستان د ولسي جرګې د مشر پر رسمي فيسبوک پاڼه له استاد ګل زمان سره د ليدنې پر مهال انځورنه خپاره شول. له دغو انځورونه سره لیکل شوی وو چې د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د افغانستان د موسیقۍ له وتلي هنرمند استاد ګل زمان سره وليدل او د هغه د د خبر اخيستلو تر څنګ يې ورسره ۵۰۰ زره افغانۍ مرسته وکړه.

د دې احتمال هم شته چې د حکومت له خوا افغان هنرمندانو ته دغه نوې پاملرنه په رسنیو کې د هنرمندانو د شکايتونو څخه نشعت اخیستی وی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل