1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: په سوله کې باید پخوانۍ اشتباه ګانې تکرار نه شي

۱۳۹۷ بهمن ۸, دوشنبه

په قطر کې د امریکا او طالب استازو تر منځ تر اوږدو خبرو وروسته، ولسمشر غني، د دوشنبې په ورځ د افغانانو په مشرتوب د سولې پر خبرو ټینګار وکړ او ویې ویل چې په دې بهیر کې باید پخوانۍ اشتباه ګاني تکرار نه شي.

Aghanistan, Kabul: Ashraf Ghani auf einer Pressekonferenz
انځور: picture-alliance/AP/R. Gul

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د جنوري ۲۸مه) په یوه ویډیويي بیانیه کې د امریکا او طالب استازو تر منځ د تیري اوونۍ تر اوږدي غونډې وروسته، د سولې په اړه خپل موقف روښانه کړه. هغه ټینګار وکړ چې په دې بهیر کې باید د پخوا اشتباه ګانې تکرار نه شي او باید پکښې له تدبیر څخه کار واخیستل شي.

ولسمشر غني زیاته کړه: «هغه اشتباه چې د شهید داودخان په وخت کې وشوه دا وه چې د سیمې له سیاست څخه حکومت خبر نه وو، او د همدې بې خبري په نتیجه کې د ثور د اوومې ناورين رامنځ ته شو.»

افغان ولسمشر په۱۹۹۰مو کلونو کې د افغانستان د کورنۍ جګړې پیل ته په اشاره سره وویل چې پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجیب ته هم ملګرو ملتونو د سولې تضمین ورکړی وو، خو په پای کې یې یوازې «ناورين» رامنځ ته شو.

ولسمشر غني په ټینګار سره وویل: «دا اشتباه باید بیا تکرار نه شي.»

که څه هم ولسمشر غني د خپلو خبرو په پیل کې د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو د هڅو ستاینه وکړه، خو داسې ښکاري چې د سولې او له افغانستانه د وتلو په اړه د واشنګټن او کابل د دریځونو تر منځ لوی توپیر موجود دی.

افغان ولسمشر په خپلو څرګندونو کې یو ځل بیا پر طالبانو باندي غږ وکړ چې له افغان حکومت سره جدي خبرو ته کښېني: «زه پر طالبانو غږ کوم چې د پریدیو له شومو پلانونو راووځي، خپله افغاني اراده تمثیل کړي، او د افغانانو غوښتونو ته لبیک ووایي او له دولت سره جدي مذاکرات پیل کړي.»

ولسمشر غني زیاته کړه: «طالبان دوه انتخابه لري: یا به د افغانستان له عظیم ملت سره په یوه غږ یوځای کیږي او یا به د پریدیو د اهدافو د تطبیق وسیله ګرځي.»

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل

تیره اوونۍ په قطر کې د طالب او امریکایي استازو یوې غونډې د دوو ورځو پر ځای پنځه ورځې دوام وکړ او داسې هیلې یې راپیدا کړي چې دواړه اړخونه په ځینو برخو کې موافقې ته سره رسیدلي دي. ویل شوي ول چې طالبان او امریکا د نورو تر څنګ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هم سره موافقې ته رسیدلي دي.

خو ولسمشر غني په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې که «څه هم هیڅ افغان په خپل هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د شتون پلوي نه دی» خو «د بهرنیو ځواکونو اوسنی حضور د یوه ضرورت له مخي دی».

ولسمشر غني وویل چې د یوه پلان له مخې به په افغانستان کې په راتلونکې کې د دې له پاره کار وشي چې د بهرنیو ځواکونو شمیر په تدیریج سره کم شی او صفر ته ورسیږي.

غني که څه هم د کوم هیواد نوم وا نه خیست، خو ټینګار یې وکړ چې د سولې د بهیر په پایله کې باید د سیمې ځیني هیوادونه خپل هدف ته، چې په حواله یې په افغانستان کې د یوه ضعیفه حکومت رامنځ ته کیدل دي، و نه رسیږي. هغه زیاته کړه: «زه د یوه مسئول او د ۳۵ میلیونه افغانانو د منتخب رهبر په توګه د منطقې او نړۍ په اوسني نقش خبر یم او په دې هم پوهیږم چې د سولې تر یوه تړون وروسته احتمالي خطرونه او تحدیدونه کوم دي.»

افغان ولسمشر وویل چې پر دې کار کوي چې دغه تحدیدونه او خطرونه له منځه یوسي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب