1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: په ټاکنو کې مې د بریا ادعا نه ده کړې

مسعود جهش
۱۳۹۸ مهر ۱۶, سه‌شنبه

ولسمشر غني ویلي دي چې لا تر اوسه پورې یې په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا اعلان نه دی کړی او په دې برخه کې د ټاکنیزو کمیسیونونو پریکړې ته په تمه دی. تر دې مخکې د هغه لومړي مرستیال نوماند ویلي وو چې تیم یې ګټونکې دی.

Großbritannien Aschraf Ghani trifft Theresa May
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Dunham

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند هم دی، له «دیر شپیګل» آلمانۍ ورځپاڼې سره په یوې مرکه کې ویلي دي چې تر اوسه پورې یې په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا اعلانه نه دی کړی. هغه زیاته کړې ده: «ما د بریا اعلان نه دی کړی. دا خبره باید واضح شي.»

ولسمشر غني زیاته کړې: «د هغو لومړنیو شمیرو پر اساس چې موږ یې اورو، زموږ په تیم کې هیجان رامنځ ته شوی، خو موږ به د وروستۍ پریکړې په تمه پاتې شو.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د تیرې اوونې په دوشنبې د ټاکنو بل نوماند او د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د رسنیو پر وړاندې راڅرګند شو او ویې ویل چې ټاکنې به دویم پړاو ته ولاړې نه شي. هغه زیاته کړه: «موږ په تیرو دوو ورځو کې له ولایتونو څخه د پایلو د برسي په حال کې وو. او دې پایلې ته ورسیدو چې الحمدالله ډيري رایې لرو.»

د عبدالله عبدالله تر دې خبرې کنفرانس لږ وروسته، د ولسمشر غني نوماند لومړي مرستیال امرالله صالح، د رسنیو پر وړاندې راڅرګند شو او پر نورو نوماندانو یې غږ وکړ چې د کمیسیون تر پریکړې مخکې د بریا اعلان و نه کړي. خو لږ وروسته هغه هم په غیر مستقیم ډول خپل تیم د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ او ویې ویل چې ټاکنې به دویم پړاو ته ولاړې نه شي ځکه د ولسمشر غني په مشري تیم به یې وګټي.

په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې هم ښاغلي عبدالله عبدالله او اشرف غني د بریا اعلانونه کړي ول. تر ډیرو جنجالونو او افغانستان ته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخواني وزیر تر راتلو وروسته بیا عبدالله عبدالله، له خپلې ادعا پر شا شو او د هغه وخت د ټاکنو له بل کانديد اشرف غني، سره یې په ګډه د ملي یووالي حکومت جوړ کړ. په دې حکومت کې اشرف غني ولسمشر او عبدالله عبدالله اجرائیه رئیس وو.

خو دا ځل دواړو اړخونو یو له بل سره د ګډ کار مفکوره رد کړې ده. ولسمشر غني او عبدالله په وار وار سره ویلي دي چې د تیرې دورې ګډ کار یې یوه ناکامه تجربه وه او بیا به یې تکرار نه کړي.

ولسمشر غني د «دیر شپیګل» ورځپاڼې ته ویلي دي: «باید دا ځل د ۲۰۱۴م کال په څیر ګډوډي رامنځ ته نه شي. موږ دا ځل د واک پر سر شخړو له پاره میاشتې وخت نه لرو.»

ولسمشر غني ټینګار کړی دی چې نوی حکومت باید ژر کار پیل کړی چې د سولې او فقر سره مبارزې په ګډون د افغانستان پر وړاندې پرتو مهمو موضوعګانو پر سر کار وکړي. هغه زیاته کړې: «یو دوه سری حکومت چې موږ په تیرو پنځو کلونو کې درلود، نه شي کولی په دې سناریو کې کامیابه شي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل