1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: کرزی باید د تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو ځواب ووايي

۱۳۹۸ بهمن ۳, پنجشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په داووس کې پر پخواني ولسمشر حامد کرزي، باندې په غیر مستقیم ډول په افغانستان کې د ناامنیو د بیا رامنځ ته کیدو پړه واچوله. غني وویل چې کرزی باید د افغانستان خلکو ته د دې موضوع ځواب ووایي.

Weltwirtschaftsforum 2020 in Davos | Aschraf Ghani, Präsident Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schreiber

ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې، په یوې ځانګړې مرکې کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړي. ولسمشر غني چې ډیر وخت په افغانستان او بهر کې جوړو شویو غونډو کې پر افغان پخوانیو چارواکو له نیوکو ډډه کوي، دا ځل په غیر معمول ډول د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او اوسنی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، او همداراز پخوانی ولسمشر حامد کرزی، بې پلانه کسان وبلل.

ولسمشر غني وویل: «زه له خلکو سره په تماس کې یم او له یوې برنامې سره مې ټاکنې وکړې. زه یو پروګرام لرم. د ولسمشر کرزي او ډاکټر عبدالله پلان څه دی؟ مهرباني وکړئ یوه داسې پاڼه راته وښيي چې د دغو داوړ ښاغلو څخه یوه یې د افغانستان د راتلونکې په اړه چمتو کړې ده.»

غني دا خبرې تر هغه وروسته وکړې چې ورڅخه د سولې په بهیر کې پر هغه باندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، له خوا د نیوکو په اړه پوښتنې وشوي. خو غني ټینګار وکړ چې ده د سولې په برخه کې تر ولسمشر کرزي ډیري لاس ته راوړنې لرلي دي.

هغه وویل: «ایا ولسمشر کرزي اوربند رامنځ ته کړای شو؟ ما رامنځ ته کړ! ایا ولسمشر کرزي طالبانو ته بې قید او شرطه وړاندیز وکړ؟ ما وکړ!»

د غني په خبره، دی د داسې یوې جګړې د پای ته رسولو په هلو ځلو بوخت دی، چې «ده نه ده رامنځ ته کړې». هغه زیاته کړه: «طالبان په ۲۰۰۱م کال کې خپلو کورونو ته ولاړل. درې کاله امنیت وو. ولسمشر، دار او دسته یې او ګمارلو کسانو یې څه وکړه چې په پایله کې یې تاوتریخوالی رامنځ ته شو؟»

غني وویل چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی باید خلکو ته ځواب ووایي چې کوم اقدامات یې د دې لامل شوي دي چې په افغانستان کې امنیت یو ځل بیا خراب شو.

له هغه وخت راهیسې چې امریکا متحده ایالاتو او طالبانو مستقیمې خبرې اترې سره پیل کړې دي، د ولسمشر غني او یو شمیر نورو سیاسونو چې حامد کرزی او عبدالله عبدالله، هم پکې شامل دي، په موقفونو کې توپیر روښانه شوی دی. کله چې ولسمشر کرزي په مسکو کې له طالبانو سره ولیدل نو، د غني له نیوکو سره مخامخ شو. له بلې خوا بیا د کرزي ملاتړي سیاستوال ادعا کوي چې غني په واک کې د پاتېدو له پاره د افغانستان د سولې د بهیر د کامیابیدو مخه نیسي.

غني د چهارشنبې په ورځ دا هم وویل چې په دې منځ کې خلک پر هغه باندې تر نورو ډیر اعتماد لري: «عامه نظر پوښتنې ښي چې خلک د سولې په بهیر کې پر چا اعتماد کوي؟ پر ما!»

غني: زه د افغانستان قانوني ولسمشر یم

په افغانستان کې یوه بله توده موضوع د ولسمشر غني د کار د دوام په اړه پوښتنې دي. خو هغه وویل چې له نظره یې کاري دوره هغه وخت پای ته رسیږي چې دی واک یوه بل کس ته وسپاري. ولسمشر وویل: «د یوه ولسمشر مسئولیت له ټاکنو سره پای ته نه رسیږي، بلکي د واک له لیږد سره ختمیږي.»

د غني په خبره کله چې د افغانستان خلکو نور دی و نه ټاکه، نو عادي ژوند ته به ستون شي: «زه د افغانستان قانوني ولسمشر یم او د هغوی د خدمت مسئولیت لرم. هره ورځ چې نور ولسمشر نه وم نو د یوه عادي تبعه ژوند به پیل کړم او خپل شپږ ناتکمیل کتابونه به بشپړ کړم.»

غني د ټاکنو د پایلو د ځنډیدو په اړه هم خبرې وکړي. هغه وویل چې لامل یې د شفافیت رامنځ ته کول دی: «ټاکنې [د پایلو اعلان] ځکه ډیر وخت نیسي چې غواړم ځان ډاډه کړم چې هر څه څیړل شوي او شفافیت رامنځ ته شوی ترڅو موږ مخ پر وړاندې حرکت وکړای شو.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل