1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غنی: افغانان دې خپل برخليک په خپله وټاکي

۱۳۹۸ مرداد ۲۰, یکشنبه

ولسمشر غني د لوي اختر په مناسبت وينا کې له افغانانو وغوښتل چې خپل برخليک د بهرنیانو د مداخلې پرته په خپله وټاکي. هغه دغه څرګندونې کوي په داسې وخت کې کوي چې ظاهرا متحده ايالات او طالبان د سولې يو توافق ته نژدې شوي دي.

Afghanistan Kabul | Ashraf Ghani nach Gebet zum Opferfest
انځور: picture-alliance/AP Photo/N. Khan

د افغانستان ولسمشر دغه خبرې د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اګست )، په داسې وخت کې وکړې چې د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو مذاکره کونکي پلاوي د قطر په پلازمينه دوحه کې خپلو مذاکراتو ته ادامه ورکوي.

غني ټينګار وکړ چې د راتلونکې مياشتې ولسمشرۍ انتخابات، له اساسي اهميت څخه برخمن دي تر څو افغانستان وشي کړای د کلونو جګړو وروسته د خلکو د رايو په نتيجه کې خپل راتلونکی مشر ولري.

 ولسمشر غني وويل: «افغانان به ونشي کړای چې له انتخاباتو څخه د راوتلي يو مشروع او ځواکمن حکومت له لرلو پرته، يوې با عزته سولې ته لاسرسی پیدا کړي.» هغه ټينګار وکړ چې سوله يوازې «د افغانستان اسلامي جمهوريت او د طالبان له خوځښت سره» ممکنه ده.

د افغانستان ولسمشر دغه راز وويل: «د افغانستان برخليک په اړه به په همدې وطن کې تصميم نيول کيږي. موږ له هيڅ چا نه غواړو چې په چارو کې مو مداخله وکړي.»

د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانکړی استاځي زلمي خليل زاد، په هڅه کې دی تر څو د سپتمبر لومړۍ پورې، د افغانستان د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې، طالبانو سره د سولې موافقه لاسليک کړي. په پام کې ده دواړه لوري له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو د وتلو او د افغانستان له خاورې په راتلونکې کې د تروريستان د نه استفادې د ضمانت پر سر، موافقې ته ورسيږي.

په دې اړه ډير جزئيات نه دي خپاره شوي، خو خليل زاد او په قطر کې د طالبانو د دفتر سياسي مشر ملا برادر، په وروستيو ورځو کې مختلفو هيوادونو ته سفرونه کړي تر څو له هغوی سره د سولې پروسې په اړه وروستي تحولات شريک کړي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهينانځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين چې مخکې يې ويلي وو د مذاکراتو په دغه دور کې به توافقات نهايي شي، د يکشنبې په ورځ يې د اختر مبارکۍ يو پيغام خپور کړی او په هغه کې يې هيله څرګنده کړې چې افغانان خپل «راتلونکې اخترونه د اشغال پرته د اسلامي نظام تر سيوري لاندې د دايمې سولې او يووالي په شتون کې ولمانځي.»

طالبانو تر دا مهاله افغان حکومت سره له خبرو اترو ډډه کړې او دغه حکومت يې د لويدځ «لاسپوڅی» ګڼلی دی. له دې نه علاوه دغې ډلې ويلي دي چې هڅه به وکړي تر څو د افغانستان د سپتمبر ۲۸مې ولسمشرۍ ټاکنې اخلال کړي.

دا چې اشرف غني د طالبانو او متحده ايالتو تر منځ مذاکراتو کې حاشيې ته وښکل شوی ناخوښه دی، هغه د يکشبنې په ورځ، پر سوله او ملي يووالي ټينګار وکړ. غني وويل: «سوله د هر افغان هيله ده او سوله راتلونکې ده، په دې برخه کې بايد هيڅ ډول شک وجود و نه وي.»

غني زياته کړه: «خو موږ داسې سوله غواړو چې په هغې کې هر افغان عزت ولري. موږ داسې سوله نه غواړو چې د افغانانو عزت په کې خوندي نه شي. موږ داسې سوله نه غواړو چې له دغه هيواده د خلکو د تيښتې سبب واقع شي. موږ د افکارو تيښته او د پانګو تيښته نه غواړو.»

په پام کې د امريکا او طالبانو تر توافق وروسته، «بين الافغاني» مذاکرات ترسره شي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې طالبان به د افغان حکومتي چارواکو سره د انفرادي اشخاصو په توګه مذاکرې ته کيني او که د حکومت رسمي استاځو په توګه. تر دې مخکې طالبانو د افغان حکومتي چارواکو سره د انفرادي اشخاصو په توګه کتلي دي.

af/hm (AP)/mks/aa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب