د آلمان د کورنيو چارو وزیر هورست زيهوفر غواړې د مۍ مياشتې تر وروستۍ نيټې او د جون مياشتې په پيل کې د مهاجرو بیرته ليږدولو له پاره يو پلان وړاندي کړي.
زيهوفر د آلمان له «پاساور نوير پريسه» ورځپاڼي سره په خبرو کي وويل: «موږ باید د هغو انسانانو له پاره چې دلته د پاتېدو حق نه لري، قوانين سخت کړو چې په مرسته يې دوي خپلو هيوادونو ته ستانه شي.» د زيهوفر په وينا هغه کسان چې باید بیرته واستول شي له دې وروسته بايد ورته يوازي د ژوند له ضروري شيانو پرته نورې پيسې ورنه کړل شي.
سربيره پردې زیهوفر اعلان وکړ چې د پراختيايي چارو له وزیر ګيرد مولر سره په ګډه داسي يوه پروګرام جوړول په پام کي لري چې له مخې يې له مهاجرو سره د خپلو اصلي هیوادونو پر لور په ستنیدلو کې مرسته وکړي. له دې سره هغه کسان چې د پناه اخيستنې مستحق دي، د هغوی له پاره په ټولنه کې مدغم کيدلو شرايط برابر کړل شي. دغه راز زيهوفر د مهاجرت په هکله د "صادقانه خبرو" غوښتنه وکړه. هغه زياته کړه: «دا په دې پورې اړه لري چې په هیواد کې هغه وخت امنيت ټينگښت تضمينولای شو، چې موږ د مهاجرو راتګ محدود او هغوي کنترول کړای شو.»
له دې سره زيهوفر له خلکو غوښتنه وکړه چې کوم ناسم پيوستون ښکاره نه کړي. په خاصه توګه بيا داسي مظاهرې چي افغانستان ته د پناه غوښتونکو د ليږدولو مخه نه شي نیولای.
زيهوفر وويل: «له دې سره په اوس وخت کې يوازي هغه کسان چې کوم جرم يې کړې وی، يا د خطر احساس ترې کيږي او يا له همکارۍ کولو څخه ډډه کوي، هغوي موږ افغانستان ته اخراج کوو. کله چې زه د دغه کسانو نوم لړ ته ګورم چې هغوی تیري کوونکي دي او يا يې څوک سخت ټپي کړی وي، نو زه بيا له دا ډول کسانو سره هيڅ تفاهم نه لرم.»
زموږ له آرشیف څخه:
په آلمان کې د پناه غوښتونکو د دوسیو په برخه کې د فساد تورونو په اړه اړین معلومات
د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې پر چارواکو تور دی چې د پناه غوښتونکو د ۱۲۰۰ قضیو په تائیدولو سره یې په فساد لاس پورې کړی دی. د چارواکو په وینا دغو مهاجرینو اړوند شرایط نه وو پوره کړي او په دې هکله پلټنې روانې دي. انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann د آلماني حکومتي چارواکو په وینا د فساد په دې پیښه ښکیل شپږ کسان تر پوښتنو او ګرویږنو لاندې دي. په دې کسانو کې په بریمن ښار کې د مهاجرت د ادارې پخوانی مشر، د بریمن او نیدر زاکسن ایالت درې وکیلان، یو ژباړونکی او یو شمیر نور کسان چې د وکیلانو او پناه غوښتونکو ترمنځ یې اړیکې جوړولې، شامل دي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Stratenschulte د دې ښار د مهاجرت د ادارې یا بامف پر پخوانیو چارواکو تور دی چې دوی د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷م کلونو په ترڅ کې د پناه غوښتنې ۱۲۰۰ قضیې چې په شرایطو نه وو برابر، تائید کړي. د دې قضیې زیاتره پناه غوښتونکي له سوریې څخه راغلي د یزیدیانو اقلیت پورې تړلي کسان دي.
انځور: Reuters/S. Loos رسنیو د یادې ادارې د داخلی اسنادو په حواله لیکلي چې پر دغو وکیلانو تور دی چې دوی پناه غوښتونکي دې ته هڅولي چې په بریمن کې د پناه غوښتنې عریضه وکړي چې په پایله کې یې د دوی د پناه غوښتنه منل شوې.
انځور: picture-alliance/dpa/B. V. Jutrczenka په اصل کې دغو پناه غوښتونکو باید په بریمن کې د پناه غوښتنې له پاره عریضه نه وای کړې. شک دا دی چې دوی د آلمان له نورو برخو څخه دې سیمې ته راوستل شوي وو ترڅو دلته عریضه وکړي په داسې حال کې چې یادې ادارې د دوی مسوولیت هم نه درلود.
انځور: picture-alliance/dpa/U. Zucchi د رسنیو د رپوټونو په حواله، د دغه راز ناسمو پریکړو چې د میاشتو راهیسې یې په هکله پلټنې روانې دي، شمیر ان تر ۲۰۰۰ پورې رسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Pförtner د آلمان د کورنیو چارو وزارت تر دې پیښې وروسته اعلان وکړ چې د پناه غوښتنې د دغو پریکړو لړۍ به وارزول شي. د چارواکو په وینا د بامف ادارې پریکړې به هر څومره چې ژر امکان ولري له سره وارزول شي او د اړتیا په صورت کې به رد کړل شي.
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر بیا د یوه خپلواک کمیسیون د جوړولو اعلان کړی ترڅو دغه پیښه وڅیړي. زیهوفر همدا راز ویلي چې د دې پیښې په هکله چې هرحکومتي چارواکی معلومات لري، کولی شي له هغه سره اړیکه ونیسي.
انځور: picture alliance/dpa/T. Hase ویل شوي دي چې د پلټنې د کمیټې لومړنی رپوټ په اوړي کې حکومت ته وسپارل شي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې اداره یا «بامف» د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي چې مشري یې د تیرو ۱۳ کلونو راهیسې د مسیحي دموکرات او مسحي سوسیال اتحاد ګوند پر غاړه ده.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Fischer په آلمان کې د پناه غوښتنې اړوند د ټولو دوسیو په هکله د بامف ادارې چارواکې پریکړه کوي. له پناه غوښتونکو څخه د همدې ادارې چارواکې معلومات اخلي او ورسره مرکه کوي.
انځور: Gina Sanders/Fotolia.com په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کې هغه وخت چې اروپا د مهاجرت له کړکیچ سره مخ وه، بامف یا د آلمان د مهاجرت ادارې په زرهاوو کسان په دندو وګمارل خو بیا هم په دې اداره کې په زرهاوو دوسیې پرته له پریکړې پاتې دي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi