1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فائو په افغانستان کې د کشمشو د تولید ۱۶۵ مرکزونه جوړوي

۱۴۰۴ مهر ۷, دوشنبه

د ملگرو ملتونو د خوراک او کرهڼې سازمان اعلان کړی دی چي غواړي په افغانستان کې د کشمشو د تولید ۱۶۵ مرکزونه جوړ کړي. د دغو مرکزونو هر یو به د ۱۵ ټنه کشمشو د تولید ظرفیت ولري.

په هرات ولایت کې د کشمشود تولید او پروسس نوې فابریکه
فائو په افغانستان کې د کشمشو د تولید ۱۶۵ مرکزونه جوړويانځور: DW/S. T. Shokran

د ملگرو ملتونو د خوراک او کرهڼې سازمان «فائو» نن دوشنبه (۲۰۲۵م کال د سپټمبر ۲۹) د ایکس پر شبکې د یوه پوست د خپرولو له لارې په افغانستان کې د کشمشو د تولید د ۱۶۵ مرکزونو له جوړولو څخه خبر ورکړی دی. نوموړي سازمان ویلي دي چې دغه مرکزونه به په ټول افغانستان کې جوړ سي.

د ملگرو ملتونو د خوراک او کرهڼې سازمان په حواله دغه مرکزونه د نړیوال بانک په ملاتړ جوړيږي. دغه سازمان زیاته کړې ده چې دغه مرکزونه به هر یو یې د ۱۵ ټنه کشمشو د ذخیره کولو ظرفیت ولري. 

د فائو د معلوماتو له مخې، دغه مرکزونه به د انگورو د وچولوله پاره د امکاناتولا ښه زمینه  برابره کړي او له انگورو څخه د محصولاتو له اخیستلو وروسته ضایعات هم راکموي. د ملگرو ملتونو د خوراک او کرهڼې سازمان ویلي دي چې کروندگر کولای سي په دې کار سره له خپلو محصولاتو څخه ښه تره عاید ترلاسه کړي. 

تر اوسه پورې کشمش معمولاً په عنعنوي ډول پروسس کیږي او په دغه هیواد کې د کشمشو د پروسس کولو له پاره کمې فابریکې موجودې دي.

په افغانستان کې هرکال په زرونو ټنه انگور تر لاسه کیږي، خو د امکاناتو د نه موجودیت له امله ډیر ورو پروسس کیږي. له همدې کبله د انگورو د حاصلاتو پر وخت، دغه مېوه په نسبتاً کښته بیه خرڅیږي او ځیني وخت د صادراتو د امکاناتو د نه موجودیت له امله خرابیږي.  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل