فارياب: قومي مشران د روغتياپالو په خلاصون پسي وتلي
۱۳۸۹ شهریور ۸, دوشنبهد ژغورني د مرکز دغه دوې ښځينه ډاکټراني او دوې نرساني پرون سهار کله چي له مرکز ميمنې څخه د دولت آباد ولسوالۍ وروستي برخي يعني د سربند کلي ته د خلکو په غوښتنه رواني وې د لاري په اوږدو کي د خپل موټر چلونکي سره يو ځای تري تمي شوي.
د فارياب ولايت د اندخوی ولسوالۍ سرپرست ښاغلي آور دويچه ويلي آلمان ږغ ته وويل چي دغو څلورو تنو په نشه يي داروګانو د اخته کسانو درملنه کوله.
نجات سنټر له تيرو څو کلونو را پدي خوا په افغانستان کي په نشه يي داروګانو د روږدو کسانو د درملني په برخه کي فعاليت کوي.
هغه سيمه چي ترينه دغه څلور روغتيايي کارکونکي تښتول سوي د فارياب ولايت قرانقل ته نږدې يوه لري پرته سيمه بلل کيږي چي حکومت ورباندي کامله ولکه نه لري.
اوس د سيمي خلک وايي چي قومي مخور را وتلي تر څو تښتول سوي کسان وژغوري.
د سيمي د يو اوسيدونکی حاجي پيرام قل وايي چي تر اوسه په دقيقه توګه نده معلومه چي دغه کسان به چا تښتولي وي.
« په هغه سيمه کي چي دغه څلور کسان تښتول سوي، غله او ځيني د دولت مخالفين شتون لري، موږ په دقيقه توګه نه پوهيږو چي دا څلور ډاکټراني به اوس چيري وي او چا به د څه لپاره تښتولي وي».
دا لومړي ځل ندي چي په افغانستان کي صحي کارکونکي تښتول کيږي.
شاوخوا يوه مياشت دمخه د بدخشان او نورستان ولايتونو له لويي لاري د بهرنيو مرستندويانو يوه لس کيزه ډله وتښتول شوه.
که څه هم د فارياب د تښتوني په اړه طالبانو تر اوسه څه ندي ويلي خو هغه مهال طالبانو ويلي وو چي لس کسيزه ډله دوي تښتولي او وژلي يي ده .
هغه لس تنه د نړيوال مرستندوي ماموريت د موسسي کارکونکي ول چي پکي د امريکي او بريټانيي وګړي هم شامل ول.
تر اوسه پوري د افغان صحي مامورينو د دغي څلور کسيزي ډلګۍ پته نه ده لګيدلي.
نړيوال مرستندويان په وار وار طالبان د دغسي پيښو عاملين بولي خو طالبان په ځيني مواردو کي د ورته پيښو پړه مني خو په ځينو نورو کي بيا چوپه خوله پاته وي.
د دغه رپوټ تر خپريدو پوري د قومي مشرانو او مخورو هغه هڅي چي د دغو څلورو ډاکټروانو د خلاصون لپاره يي پيل کړي کومي پايلي ته ندي رسيدلي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل