1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

فرانسه: خلکو د کریسمس جشن پر مهال یو بې سره مړی موندلی

۱۴۰۰ دی ۴, شنبه

د فرانسې په سويل کې خلکو د کریسمس جشن د لمانځنې ته د تلو پر مهال د یو نارینه جسد موندلی چې سر يې پرې کړل شوی دی. دغه خبره د شنبې په ورځ فرانسوي چارواکو کړې ده.

BG Weihnachtsmärkte | Paris
د آرشیف انځور - پاریس ښارانځور: Gonzalo Fuentes/REUTERS

د مړي سر، بیا شاوخوا سل متره لرې، چې په يوه پلاستيکي خلطه کې اچول شوی وو، پيدا شوی دی. 

د وژل شوي کس په هکله ويل شوي چې ۳۱ کاله عمر يې درولود.

د آلمان خبري آژانس له پاریسه لیکي چې خلکو دغه مړی د فرانسې په سويل کې د مونتوبان ښار په مربوطاتو کې د کریسمس په سهار په داسې وخت کې چې د جشن لمانځلو ته روان ول، موندلی دی.

په کوم ځای کې چې دغه جسد موندل شوی ورته نژدې د مړي لاسونه هم موندل شوي دي.

تحقیق کونکي اټکل کوي چې دغه کس د غلا په پيښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د هغه په سینه کې هم ټپونه لیدل شوي دي. ګمان پر دې دی چې د شخص د بدن غړي د هغه تر وژلو وروسته پرې شوي دي. په خبر کې نور جزئيات ورکړل شوي نه دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب