1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمفرانسه

فرانسه: د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ۵ افراطي اسلامپاله نیول شوي

۱۴۰۲ دی ۳, یکشنبه

د رسنیو د رپوټونو په حواله د فرانسې په ختیځ کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه نیول شوي. د پلټونکو په وینا دا کسان له یوه «اسلامي غورځنګ سره تړاو» لري. شکمن کسان د مورته موزل په درو مختلفو برخو کې نیول شوي دي.

Frankreich | Polizeifahrzeug in Paris
انځور: Telmo Pinto/SOPA/ZUMA/picture alliance

فرانسوي رسنیو د دغه هیواد د چارواکو په حواله رپوټ ورکړی دی چې دغه شکمن کسان د مورته موزل سیمې په درو مختلفو برخو نانسي، واندوور-ل- نانسي او تول کې نیول شوي چې اوسمهال د پولیسو په توقیف کې دي.

 ویل شوي چې دغه نیونې د «ترهګریزو سازمانونو» اړوند تحقیقاتو په لړ کې ترسره شوي دي. د پلټونکو په خبره نیول شوي کسان د یوه افراطي اسلامپاله غورځنګ پورې تعلق لري.

په فرانسه کې یو جومات د ادیانو ترمنځ د سولې په سمبول بدل شوی

02:33

This browser does not support the video element.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر خبرداری: د ترهګریزو بریدونو خطر لوړ دی

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارونین، د جمعې په ورځ امنیتي مسئولینو ته خبرداری ورکړ چې د کریسمس د رخصتیو په ورځو کې د ډیرې لوړې کچې ترهګریزو ګواښونو له کبله دې له ډیرې هوښیارۍ څخه کار واخلي.

په فرانسه کې د روان میلادي کال د اکتوبر میاشتې له ۱۳ نیټې راهیسې د لوړې کچې خبردارۍ وضعیت قایم دی. دغه وضعیت د فرانسې په شمال آراس ښار کې پر یوه ښوونکي تر مرګونې برید وروسته برقراره دی.

په دې برید کې د لیسې دورې یوه پخواني زده کوونکي فرانسوی ښوونکی ډومینیک ب د چاقو په وسیله وواژه او یو بل ښوونکی او یو ساتونکی یې په شدید ډول ټپیان کړي ول.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب