1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

فرانسه د ترهګرۍ ضد قطعات غښتلي کوي

۱۳۹۷ آذر ۲۲, پنجشنبه

د فرانسې په شتراسبورګ کې تر خونړي ترهګريز برید وروسته، فرانسه غواړي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې ګومارل شوو سرتیرو شمیر لا ډیر کړي. د رسنیو د رپوټونو په حواله د شتراسبورګ د بریدګر ریښې ان آلمان ته رسیدلي دي.

Frankreich, Straßburg: Soldaten in der Nähe des Weihnachtsmarktes
انځور: picture-alliance/AP/J. Badias

د فرانسې د لومړي وزیر ادوارد فیلیپ په خبره ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې د فرانسې د سانتینل عملیاتو یا (Operation Sentinelle) په قطعاتو کې شاوخوا ۱۳۰۰ نور سرتیري هم ورزیات کړل شي. د ۲۰۱۵م کال په جنوري میاشت کې په فرانسه کې د شارلي ابدو په نامه پر یوې طنزې مجلې باندې تر ترهرګریز برید وروسته، د ترهګرۍ ضد یادې قطعې خپل عملیات پیل کړي ول. د دې عملیاتو په چوکاټ کې اوسمهال په زرونو سرتیري په دندو ګومارل شوي دي.

بل لوري ته فرانسوي او آلماني مامورین په فرانسه او د آلمان پولې ته څیرمه په پرتو سیمو کې د شریف شکات د موندنې عملیات پيل کړي دي. دغه ۲۹ کلن د تیرې سې شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې په ۱۱ نیټه) د فرانسې په شتراسبورګ ښار کې د کریسمیس په یوه بازار کې په ترهګریز برید تورن دی. په شتراسبورګ کې په دې ترهګریز برید کې ۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۲ تنه نور بیا ټپیان دي.

د پیښې عیني شاهدان وايي چې مخکې له دې چې تورن کس شریف شکات د پیښې له سیمې وتښتي نوموړي د «الله اکبر» چیغه وهلې او بیا یې پر پولیسو ډزې پيل کړې. تر پیښې وروسته د فرانسې پولیسو د نوموړي تورن کس انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې دغه کس ډیر خطرناک دی.

د آلمان په جنوب کې د فدرالي پولیسو ادارې، په آلمان کې د جرایمو پر وړاندې د مبارزې فدرالي اداره او د سویس فدرال پولیسو هم د شریف شکات دغه انځور پر خپلو ټویټر پاڼو خپور کړی دی.

چارواکي: تورن کس ښايي په آلمان کې وي

فرانسوي چارواکي وايي چې تورن کس ښايي د چهارشنبې په شپه ځان آلمان ته رسولی وي. د آلمان فدرالي پولیسو بیا ویلي دي چې د تورن کس د موندلو په موخه یې د فرانسې او آلمان د ګډې پولي په اوږدو کې د پوليسو شتون ډیر کړی دی. په دې ترڅ کې ویل شوي دي چې تورن شریف شکات د آلمان په څارنوالۍ کې هم د جرم یوه دوسیه لري.

د آلمان د شتوتګارت ښار د کورنیو چارو وزارت په حواله، نوموړي کس په ۲۰۱۶م کال کې د آلمان په بادن وتمبرګ ایالت کې دوه ځله د غلا په جرم په دوه کاله او درې میاشتو بند محکوم شوی وو.

تر دې پیښې یو کال وروسته، شکات فرانسې ته اخراج شو او پر هغه باندې آلمان ته د بیا راتګ بندیز وضع کړل شو. د فرانسې د څارنوالۍ د چارواکو د معلوماتو له مخې دغه کس د غلا او دې ته ورته جرمونو له کبله ۲۷ ځله په فرانسه، آلمان او سویس کې محکوم شوی دی.

انځور: Reuters/V. Kessler

تر برید وړاندې له آلمانه شکمنه تلیفوني اړیکه

د فرانسې په شتراسبوګ کې د برید په هکله تازه موندل شوي شواهد ښيي چې شکات ممکن اوس هم له آلمان سره اړیکه ولري. د برلین براندنبورګ (آر. بي. بي) د رادیو تلویزیون د شبکې د رپوټ په حواله د فرانسې تر ترهګریز برید څو شیبې وړاندي، له آلمان څخه نوموړي ته یوه تلیفوني اړیکه نیول شوې ده. یاد آلماني تلویزیون د امنیتي چارواکو په حواله ویلي دي چې شکات دغه تلیفوني اړیکې ته ځواب نه دی ورکړی.

په دې توګه دا لا تراوسه پورې معلومه نه ده چې چا او د څه هدف له پاره له هغه سره اړیکه نیول کیدله. د یادې رسنۍ د رپوټ په حواله د دې پوښتنې د ځواب له پاره چارواکو په شدت سره هڅې پيل کړي دي.

انځور: Reuters/C. Hartmann

په عین حال کې امنیتي چارواکو ته د نیږدې سرچینو په حواله، شکات د هغو کسانو په ډله کې چې نورو ته خطرناک وي، درجه بندي شوي وو او ټاکل شوې وه چې د سه شنبې په ورځ د تازه تورونو له کبل بیا ونیول شي خو نوموړي په کور کې حضور نه درلود.

د فرانس اینفو په نامه رادیويي شبکې او د «له پاریزن» په نامه آلماني ورځپاڼي رپوټ ورکړی چې د شتراسبورګ تر ترهګریز برید څو ساعتونه وړاندي د شکات د کور د پلټنې پرمهال، د نوموړي له کور څخه لاسي بمونه او نوري وسلې موندل شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب