د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د دسمبر ۵ نیټه) په فرانسه کې کارکوونکو او له نورو مسلکونو سره تړاو لرونکو کسانو د ولسمشر ايمانویل مکرون له خوا د تقاعد د وړاندیز شويو اصلاحاتو پر ضد د احتجاج په موخه يو عمومي اعتصاب پېل کړی څو په هيواد کې ورځنی ژوند په ټپه ودروي.
دا مظاهرې په هيواد کې د نابرابرۍ پر ضد د «ژيړ واسکټو» د احتجاج په تعقيب کيږي. هغه وخت دغه احتجاج ټوله فرانسه ولړزوله.
اعتصاب به کومي برخي اغیزمني کړي؟
د فرانسې حکومت، په پاريس او نورو هغو سترو ښارونو کې چې د سخت دريځه مظاهره کوونکو له خوا د گډوډۍ رامنځته کولو ويره شته، کلک امنيت نيولی دی.
۱ـ بسونه، ريلونه او د الوتکو پروازونه ځندول شوي او د پاريس د مترو يا ځمکې لاندې ريلونو سيسټم زياتره برخه به هم کار ونه کړي.
۲ـ ښوونځي هم تړل شوي او د لومړيو او منځنيو ښوونځيو تر نيمايي ډېر ښوونکي هم په اعتصاب کې شامل شوي دي.
۳ـ د روغتونو د بيړنيو مرستو مرکزونه او عاجل اوطاقونه به لږ پرسونل ولري، ځکه چې ډاکتران او نرسان هم په اعتصاب کې برخه اخلي.
۴ـ صنفي اتحاديو په پاريس کې د دوو سترو مظاهرو اعلان کړی دی.
۵ـ د سياحت د برخې چارواکو سيالانيانو ته خبرداری ورکړی دی چې د ايفل برج ته دې نه نزدې کيږي.
په فرانسه کې د عمومي اعتصاب په ترخ کې د ځمکې لاندې ریلونو سیستم تړل شوی دیانځور: Reuters/Tessier د فرانسې رسنيو ويلي دي چې دغه احتجاج ښايي څو ورځې دوام وکړي. دا احتجاج په ۱۹۹۵م کال کې د حکومت او صنفي اتحاديو ترمنځ لانجې سره پرتله شوی چې څو اوونۍ یې له امله په ټول هيواد کې د ژوند چارې په ټپه ودرېدلې وې.
لانجمن اصلاحات
ولسمشر مکرون د فرانسې د تقاعد سيستم د اصلاح پلان لري. هغه د تقاعد اوسنی سیستم غیر عادلانه او گران بيه بولي. مکرون غواړي واحد، د نمرو پر سيستم ولاړ سيستم رامنځته کړي چې د ټولو متقاعدينو يو ډول حقوق تضمين کړي.
مکرون غواړي چې د تقاعد د يوه «نړيوال» سیستم په عملي کولو سره د انتخاباتي مبارزې له خپلو سترو ژمنو څخه يوه پر ځای کړي. خو د کارگرو اتحادېې وايي چې وړاندیز شوي اصلاحات به د شخصي سکتور په ميليونو کارکوونکي اغیزمن کړي او هغوی به مجبور وي چې د بشپړ تقاعد د ترلاسه کولو له پاره د تقاعد د قانوني سن، يعني ۶۲ کالونو ته تر رسېدو وروسته هم کار وکړي.
د «لې موند» ورځپانې د پنجشنبې ورځې په خپله گڼه کې ليکلي دي چې د «مکرون د امتحان شيبې دي. راتلونکې ورځې به د ولسمشر له پاره پريکړه کوونکې وي.»
مکرون په راتلونکو مياشتو کې د نورو او لا زياتو لانجمنو اصلاحاتو په اعلانولو سره غواړي د خپلې دورې د نيمايی برخې خپله تگلاره وټاکي او په دې وپوهيږي چې تر کومه حده دغه اصلاحات عملي کولی شي.
د کيڼ اړخه سخت دريځې اتحادیې يوه لوړ پوړي چارواکي رویترز خبري آژانس ته وويل: «موږ بايد اقتصاد په ټپه ودروو. عوام هم مبارزې ته ليوال دي.»
«ژیړ واسکټه» مظاهرې چې وخت پر وخت له زور زياتي څخه هم کار اخلي، د مکرون د حکومت پر ضد په پاڅون بدلې شوي. دغه مظاهره کوونکي په دې آند دي چې مکرون په خپلو تگلارو سره د شتمن قشر په گټه کار کوي. خو د «ژيړ واسکټو» مظاهرې په دې وروستيو کې ضعیفې شوې او د لسونو زرو مظاهره کوونکو پر ځای پکښې يوازې يو څو زره کسان برخه اخلي.
bs/nz (rtr)
زموږ له آرشيف څخه:
۱۳۰ کاله مخکې په پاريس کې د آیفل برج افتتاح شو. نن دغه برج د فرانسې د پلازمېنې سنبول او نښه ګڼل کیږي. خو کله چې د دې برج د بنسټ ډبره ایښودل کیدله په هغه وخت کې له سختو نیوکو سره مخامخ او ډیر بد پرې وویل شول.
انځور: FRANCK FIFE/AFP/Getty Imagesد آیفل برج د ۱۸۸۹ م کال د مارچ میاشتې په ۳۱ نیټه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د «شان دو مارس» د میدان په شمال لویدیځه څنډه کې جوړ او هر کال شاوخوا ۷ میلیونه سیلانیان له دغه ځای څخه لیدنه کوي. په دې توګه دا په نړیواله کچه د سیلانیانو له پاره یو تر ټولو جذاب معماري اثر ګڼل کیږي.
انځور: FRANCK FIFE/AFP/Getty Imagesد آیفل برج له ۳۰۰ متره لوړوالي سره د خپل پرانیستې پر مهال د نړۍ تر ټولو لوړه بناء ګڼل کیدله. په ۱۸۹۹م کال کې د نړیوال نندارتون په توګه د دې برج د جوړیدو چارې بشپړې شوې. په پیل کې ټاکل شوې وه چې برج به ۲۰ کاله وروسته ویجاړ شي، خو د برج په لوړه نقطه کې د پوځي رادارونو او هواپيژندنې د دستګاو د نصبیدو له امله د برج نړول وځنډول شول.
انځور: picture-alliance/imageBROKER/K. F. Schöfmannفرانسوي انجینر او معمار ګوستاو آیفل، د دې برج د ۷،۸ میلیونه فرنکه د لګښت یوه لویه برخه پر خپله غاړه واخیستله. نوموړي همدارنګه د یوه نړیوال نندارتون په توګه د دې برج د پرانیستې د مراسمو لګښت پر غاړه واخیست. خو په ډیر لوړ شمیر کې د سیلانیانو د راتګ له امله په هم هغه لومړي کال ده ته د دې لګول شوي پيسې بیرته ورکړل شوې.
انځور: picture-alliance/dpa/U. Baumgartenد دې برج په جوړولو کې د اوسپنې له ۱۸ زره ټوټو یا میلو او د ۱۰۰۱۰ ټنو په وزن سره ۲ میلیونه او ۵۰۰ زرو میخونو څخه استفاده شوې ده. په هرو اوو کلونو کې یو وار باید دغه میخونه رنګ او غوړ شي. د دې برج رنګول په مجموع کې ۱۸ میاشتې وخت نیسي.
انځور: picture-alliance/chromorange/H. Czizekد آیفل برج د جوړونې چارو شاوخوا دوه کاله او دوه میاشتې وخت ونيوه.
انځور: Getty/The Paper Time Machineهره شپه ۲۰ زره څراغونه په مختلفو وړانګو سره دغه برج روښانه کوي. همدارنګه د ایفل برج له مختلفو پيښو سره، ځانګړي رنګونه خپلوي. د فرانسې ملي ورځ (جولای ۱۴)، د مشهور فرانسوي هنرمند جاني هالیدي او په فرانسه کې د ۲۰۱۶م کال د ترهګریز برید پر مهال دغه برج د فرانسې د بیرغ په رنګونو روښانه کړای شوی وو.
انځور: picture-alliance/Godong/P. Lissacپه غرنیزو سیمو کې د بایسيکل ځغلونې لوبغاړي لکه (په پورته انځور کې) فرانسوی فرګوسن هوګو ریشار، د آلپ غره ختونکي او موټر سیکل ځغلونکي ټول د یوه نوي ریکارډ د ټینګولو له پاره د آیفل برج سر ته د ختلو هڅه کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/AFP/Meyerکله چې د آیفل تر ټولو لوړې نقطې ته رسیږئ، داسې احساسوئ لکه د پاریس ښار پر سر چې ولاړ یاست. د ټولې نړۍ په کچه سیلانیان د داسې یوې منظرې د لیدلو له پاره د زیني پر ۱۷۰۰ پته پایو پورته کیږي او یا هم هلته له موجودو پنځو لفتونو په مرسته ځانونه د برج لوړې نقطې ته رسوي.
انځور: picture-alliance/dpa/N. Schmidtد Printemps په نوم پلورنځي یا مغازې بام، لیدونکي او سیلانیان د آیفل تر ټولو ښایسته منظرې لیدلو ته رابولي.
انځور: picture-alliance/dpa/N. Schmidt