1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه: د نوي کال په شپه ۶۹۰ موټرونو ته اور اچول سوی

۱۴۰۱ دی ۱۱, یکشنبه

د عیسوي نوي کال د راداخلیدو په شپه خرابکارانو په فرانسه کي ۶۹۰ موټرانو ته اور اچول دی.

Brennende Autos in Berlin
انځور: picture-alliance / dpa / dpaweb

خو بیا هم لکه څنگه چي د فرانسې داخله وزیر، گیرالد دارمین نن یکشنبه فرانسوي ټلویزوني چینل، BFMTV ته ویلي دي، دا د تیر نوي کال تر شپې ۲۱ فیصده لږ وه. په خبره یې پولیسو په ډیر قاطعانه ډول سره د تخریبکارانو پرضد عمل وکړ او په ټول هیواد کي ۴۹۰ کسان نیول سوي دي. 
په فرانسه کي تیره شپه د نوي ۲۰۲۳ م کال د رادخلیدو په شپه تر ۹۰۰۰۰ اضافه پولیس د گزمې په حال کي وه، او کال بیله غټو واقعو څخه په سوله ایز ډول سره پیل سو. وزیر همدارنگه وویل، چي یوازي د پاریس مرکز ته تقریبأ دوه ملیونه تجلیل کونکي راغلي وه او د نوي کال جشن یې ولمانځه. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب