1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتاروپا

فرانسه: د ورزشکارو ښځو پر شلو ډيرو روزونکو دجنسي زورنو تورنه

۱۳۹۹ مرداد ۱۶, پنجشنبه

د فرانسې د سپورټ وزارت په يو څيړنيز رپوټ کې ويلي دي چې د دغه هيواد د یخ د سر سکيټنګ لوبو فدراسيون کې له لسيزو راهيسې د جنسي تاوتريخوالو پيښې ترسره شوي دي. اوس د سکيټنګ لوبو يو شمير لوبغاړو هم دغه ادعاوې کړي دي.

Bildergalerie Schlittschuhlaufen in der Stadt Paris
انځور: picture alliance/AP Photo/F. Mori

اوس مهال د فرانسې د يخ پرسر سکيټنګ د فدراسيون تر شلو ډير ترينران د جنسي تاوتريخوالو له تورونو سره مخامخ دي. د جنسي تيرې د يوه تور تر ادعا وروسته، اوس ډيرو نورو ښځينه ورزشکارانو هم په ملي سطحه داسې ادعاوې کړي دي چې جنسي تاوتريخوالي ورسره شوی دی.

د ناوړه جنسي استفادې په اړه شواهد

د فرانسې د سپورټ او ځوانانو د چارو وزارت، د سه شنبې په ورځ ويلي ول چې په دې اړه يې يو څيړنيز رپوټ چمتو کړی دی. د دغه رپوټ پر اساس، د فرانسې د يخ پرسر سکيټنګ فدراسيون تر شلو ډيرو ترينرانو په اړه داسې شواهد موندل شوي چې ښيي دوی له څه باندې ديرشو کلونو راهيسي په منظمه توګه له ځوانو سيکټرانو څخه ناوړې جنسي استفادې کړي دي.

په پرله پسې توګه جنسي تيری

د فرانسې د سپورټ وزارت د روان میلادي کال په فبروري مياشت کې وروسته له هغې د حقیقت موندني چاري پيل کړې، کله چې د ساره ابيتبول په نوم يوې سکيټرې په خپل يو کتاب کې د جنسي تيريو تورونه په چاپ ورسول. ساره ابيتبول چې لس ځله يې د فرانسې د اتلولۍ مقام ګټلی، پر خپل ترينر، ګيلي باير، باندې تور لګولی چې د۱۹۹۰ نه تر ۱۹۹۲م کاله پورې چې هغه وخت ماشومه او د سکيټڼګ په ملي اکاډمۍ کې وه، په پر له پسې توګه يې ورباندې جنسي تیري ترسره کړي دي. د جنسي تيري تر دغه تور وروسته، د فرانسې څارنوالۍ د قضيې په اړه د پلټنې امر صادر کړ.

د جنسي تاوتريخوالو اړوند د شکايتونو ډيريدل

د ابيتبول کتاب په جنوري میاشت کې خپور شو چې دغه کار د فرانسې د يخ پرسر ورزشونو د فدارسيون مشر، ډيډې ګايلاګو، چې له شلو کلونو راهیسې پر دغه دنده وو، استعفا کولو ته اړ کړ. پر هغه باندې تور دی چې د دغې قضې په تړاو جرمونو باندې يې پرده اچولې او د ځان د ژغورنې هڅه يې کړې ده.

د فرانسې د سپورټ وزارت په دې برخه کې يو ځانګړی سیستم جوړ کړی دی چې له لارې يې نوري لوبغاړې هم خپل شکايتونه ثبت کړي. تر دې وروسته يو شمیر نورو ښځينه لوبغاړو هم خپل د جنسي تاوتريخوالو اړوند شکايتونه ثبت او په دې تړاو لا ډير شواهد راټول شوي دي.

دويچه ويله ا/م.ک.ص./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب