1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه: د یوه پُل په نړيدو سره ډېر کسان ټپيان سوي

۱۳۹۸ آبان ۲۷, دوشنبه

د فرانسې په «تولوز» ښار کې د یوه پله په نړیدو سره ډیر موټرونه اوبو ته لویدلي چي له کبله یې ډیری انسانان ټپيان سوي دي. نور ډیر انسانان لاردرکه هم دي. د پل د نړیدو سره سم درانه ږغونه راپورته سوي ول.

USA Brückeneinsturz in Washington State
انځور: picture-alliance/AP

د فرانسې د «تولوز» ښار په شمال کي د یوه پله د نړیدو په ترڅ کي لږ تر لږه دوه موټرونه یوه سیند ته ورلویدلي او ډیر کسان پکښي زخمیان سوي دي. د اطفاییې یوه ویاند نن دوشنبه سهار(د نومبر میاشتي ۱۸ نیټه) بي ايم اف ټلویزوني چینل ته ویلي چي «پُل کاملاً نړیدلی دی. موږ په اطمیان سره دومره پوهیږو چي دوه موټرونه اوبو ته لویدلي او دریم هم لیدل سوی دی.» د هغوی په حواله په دې کي لږتر لږه نهه انسانان ټپيان سوي دي، چي دوه یې ډیر سخت دي.

اطفاييه په چټکۍ سره د نورو قربانیانو په لټه کي ده ځکه چي پر پله باندي ډیر موټرونه په حرکت کي ول. د پیښې په ځای کي اوس د اطفایې تقریبأ ۸۰ موټرونه او دوه هلیکوپترونه په فعالیت باندي بوخت دي.

فرانسوي رسنیو بیا د یوه تن د وژل کیدو او ډیرو ورکو سوو کسانو خبر ورکړی دی. د یوې فرانسوۍ ورځپاڼي په حواله دغه پيښه نن سهار د اتو څخه د اته نیمو بجو په شاوخوا کي رامنځته سوې ده. هغوی دا هم ویلي چي یوه لارۍ په دغه وخت کي پر پله باندي په حرکت کي وه، چي تر ورکړل سوي اجازې ډیره درنه وه. د پل د نړیدو پر وخت درانه ږغونه راپورته سول او اوسیدونکي یې سخت وارخطأ کړل.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب