1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۷ مهاجرو له مړینې وروسته قاچاقچیان په بندیگرت محکوم سول

گل غوټۍ پوپل | فرانسوي خبري آژانس
۱۴۰۴ آبان ۲۸, چهارشنبه

د مانش په کانال کې د اوو مهاجرو له مړینې دوه کاله وروسته د فرانسې یوې محکمې د قاچاقچیانو د یوې ډلې اته غړي له دریو څخه تر ۱۵ کلونو بندیگرت په سزا محکوم کړل.

فرانسه: د ۷ مهاجرو له مړینې وروسته قاچاقچیان په بندیگرت محکوم سول
پناه غوښتونکي بریتانیې ته د رسیدو په هدف یوې کښتۍ ته د ختلو پرمهال انځور: Sameer Al-Doumy/AFP

د محکمې مشرې قاضي ټینگار وکړ چې د ۲۳ او ۴۵ کلونو ترمنځ عمر لرونکو دغو نارینه وو «په يوه ځانگري د ګټې» په فعالیت کې برخه اخیستې وه او «د (مهاجرو) له سخت زیان منونکي وضعيت څخه یې  ناوړه گټه پورته کړې وه.» دوه، ۴۵ کلن عراقي کردان چې ددغې ډلې مشران وو، په قتل کې د بې پروايی له امله په ۱۳ او ۱۵ کلونو بندیگرت محکوم سول.

اړوند:له شمالي افریقا څخه د غیر قانوني مهاجرت د مهارولو هڅې

قاضۍ تورنو کسان ته په خطاب کې وویل: "تاسو داسې شرایط رامینځته کړل چې د ژغورنې د ټیمونو له رسیدو دمخه د دغو کسانو د مړینې سبب سول، او تاسو نور انسانان د مرگ له خطر سره مخامخ کړل."

نوموړې کښتۍ چې پکښې ۶۷ کسان سپاره وو او د لرگیو فرش یې درلود، د ۲۰۲۳ کال په اگست کې، کالې ښار ته له نیژدې سيمې څخه یې حرکت کړی و. د مانش کانال ته پر لار یې انجن خراب سو، هوا یې ووتله او ډوبه سوه. د ژغورنې کارکوونکو شپږ جسدونه وموندل؛ یو بل جسد وروسته، اوبو په هالنډ کې ساحل ته وړی وو.

اړوند:سږ کال د مانش کانال له لارې کابو ۳۷۰۰۰ مهاجر تیر سوي دي

پلټونکو دقاچاق یوه ښه سازمان سوې شبکه کشف کړه: د هغوی د موندنو له مخې د عراقي - کردانو یوه ډله چې د کښتیو د آماده کولو په گډون یې د لوژستیک مسؤلیت درلود، له آلمان څخه فعالیت کوي. یوې افغانې ډلې په فرانسه کې د هغوي د تیریدو له پاره مهاجرین تنظيم کړي ول. ژوندي پاتې سویو کسانو شاهدي ورکړه چې هغوی بریتانیا ته له خطرناکې لارې څخه د تیریدو له پاره د ۱۳۰۰ او ۱۵۰۰ ترمنځ  یورو ترمنځ پیسې ورکړې وې.

د روان کال له پیل راهیسې بریتانیې ته د تیریدو د هڅې پر مهال تر اوسه پورې ۲۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د بریتانوي ارقامو له مخې، په دغه زماني واټن کې د مانش د کانال له لارې څه د پاسه ۲۳ زره پناه غوښتونکي بریتانیې ته رسیدلي دي.

د بریتانیا او فرانسې ترمنځ یوه موافقه دا ښيي چې بریتانیا کولای سي هغه مهاجر چې د مانش د کانال له لارې فرانسې ته ځي، بیرته وباسي او په بدل کې یې د کورنۍ د الحاق یا بیا یوځای کیدو له لارې له فرانسې څخه ورته شمیر کډوال په قانوني ډول ومني. مرستندویه سازمانونه پر دغه تړون انتقاد کوي، چې تر دې وخته پورې سمبوليکه بڼه لري.  

د هغو مهاجرو یادون چې په مانش کانال کې یې ژوند له لاسه ورکړی

03:53

This browser does not support the video element.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب