[No title]
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (15.07.2016):
د نيس د بريد په شپه د خبريال عکسونه
والري هاش د نيس په ښار کې مېشت د فرانسې د خبري اژانس عکاس دی. ده د وحشت د هغې شپې عکسونه اخيستي دي چې لږ تر لږه ۸۴ انسانان پکې وژل شوي دي. دغه انځورونه بېلابېلې دردناکې صحنې رانغاړي.
انځور: Getty Images/AFP/V. Hacheد لارۍ ښيښه سورۍ ده. دا د بريد د پای صحنه ده. بريدګر د اوسنيو راپورونو له مخې تونسي رېښې لرلې. پلټونکو په لارۍ کې د هغه پاسپورټ موندلی دی.
انځور: Getty Images/AFP/V. Hacheد کوت دازور سمندري ساحې په اوږدو کې له بريد وروسته ګډوډي حاکمه ده. ژغورونکي ځواکونه د ژوندي پاته شوو کسانو درملنه او د هغوی د خپلوانو پالنه کوي. چارواکي د پېښې جزيات څېړي.
انځور: Getty Images/AFP/V. Hacheد شپې له ۱۱ بجو وروسته لومړي سرټکي
څه باندې ۱۱ بجې د شپې خبري اژانسونه د «نيس مارتېن» ځايي ورځپاڼې په حواله دغه سرټکي خپروي: يوه لارۍ د انسانانو په مجموعه ورغلی دی. څو ساعته وروسته نور جزيات په ډاګه کيږي. د سهار د يوې بجې په شاوخوا کې چارواکي له ۶۰ مړو څخه خبرې کوي.
انځور: Getty Images/AFP/V. Hacheبريدګر څوک دی؟ يو ژوندی پاته شوی سړی خپل لاسونه پورته کوي، څو وښېي چې په بريد کې يې ونډه نه لرله. تر اوسه پوليس وايي چې يوازې يوه سړي بريد تر سره کړی دی. خو نور جزيات به پر له پسې رابرسېره شي.
انځور: Getty Images/AFP/V. Hacheتر اوسه ۸۴ انسانان مړه دي
ژغورونکي د وحشت له صحنې سره مخامخيږي. په کوڅو کې ډېر قربانيان پراته دي. ګڼ ټپيان د سهار د خوا هم په يو نازک روغتيايي حالت کې قرار لري.
انځور: Getty Images/AFP/V. Hacheعکاس او خبريال، والري هاش، اصلا غوښتل چې د ملي جشن په ورځ د اورلوبو په هکله راپور ورکړي. په دې ترتيب د ده لومړني عکسونه د خوشحالۍ انځورونه دي. لږ وروسته حالت سل په سلو تغيير مومي.
انځور: Getty Images/AFP/V. Hacheلومړی پوليس، ورپسې پوځ د نيس ښار کوڅو ته مخه کوي. هغه څوک چې د حالت ترينګلتيا ورته لا څرګنده نه وي، وروسته، ۵ بجې، د کورنيو چارو د وزير، بېرنارد کازنوف د خولې اوري: «موږ له ترهګرو سره په جګړه کې قرار لرو.»
انځور: Getty Images/AFP/V. Hache