1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه ـ محصله د ښوونکي د قتل د ستاینی له امله محکومه سوه

۱۳۹۹ آبان ۳, شنبه

په فرانسه کی یوه ۱۹ کلنه محصله چی په انترنت کي یې د اسلامی انگیزې د لرلو له امله، له ښوونکي ساموییل پاتي له قتل څخه ملاتړ کړی، په څلور میاشتني تعليقي بند باندي محکومه سوې. ياد ښوونکی د یوه چیچنیایی له خوا وژل سوی وو.

Paris Gedenkstätte Charlie Hebdo Anschlag
انځور: Elizabeth Bryant/DW

نوموړې فرانسوۍ محصله د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۲۳مه) د محکمې په یوې چټکه پروسه کي » له ترهگرۍ څخه د دفاع« په تور محکومه سوې ده.

سربیره پر دې د بیولوژي دغه محصله باید په جزایی ډول د شپږو میاشتو له پاره داسي پراکتیکي دوره تیره کړي چی پکښي ، هغې ته د فرانسوي دولت د اساسي ارزښتونو په هکله درس ورکول کیږي.

یوه اونۍ مخکی پاریس ته نژدې یوه ۱۸ چیچنییایی د تاریخ د ښوونکي سر له دې امله پرې کړ چي د حضرت محمد(ص ) کاریکاتور یې د درس پر وخت ښودلی وو.

۱۹ کلنې محصلې په فیسبوک کي ليکلي ول چي د تاریخ دغه ښوونکی که څه هم د دا ډول سزا لایق نه وو چی سر یې ورڅخه پرې سي خو په هر صورت باید مړ سوی وای. د محصلي د دغې تبصرې خبر د فيسبوک يو بل کاروونکي چارواکو ته ورکړی وو چي له همدې کبله نوموړې محصله د بیسانچون په پوهنتون کی ونیول سوه.

د فرانسې ولسمشر ماکرون د ښوونکی قتل یو وحشی عمل بللیانځور: Abdulmonam Eassa/Pool/Reuters

دغه ځوانه محصله د محکمې په مخ کي د پښیمانۍ په حال کی ولاړه وه او ویل یې : «زه افسوس کوم چی ما دغه ډول جملې لیکلي دي. زه د دې کار له پاره معذرت غواړم. ما دا جملې په ډیرې عجلې او پرته له دې چی فکر ورباندي وکړم ، لیکلي دي.»

ښوونکی پاتي د چارشنبه په ورځ د ولسمشر ماکرون له خوا په یوه ملي غونډه کي د یوه خاموشه اتل په نوم وستایل سو.

پاتی هغه وخت خپلو زده کوونکو ته دغه کاریکاتور وروښود ، کله چي د بیان د آزادۍ په هکله خبري کیدې. دغه انځورونه د طنزي مجلې شارلي ابدو له خوا خپاره سوي ول چي په ۲۰۱۵ م کال کي ورباندي ترهگري برید وسو او په نتیجه کی یې ۱۲ همکاران ووژل سول.

پر دغه ښوونکي باندي د قتل د برید راهیسي د فرانسې امنیتي چارواکيه د هغو کسانو او بڼسټونو په وړاندي جدي گامونه پورته کوي چي په اسلامستي ډلو پوري اړه لري او یا هم ورته نژدې دي.

مجرم کس تر دغه برید وروسته سمدستي د پولیسو له خوا وویشتل سو.

آ./ګ.پ./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب