1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستفرانسه

فرانسه؛ عبایه اغوستونکې زده کونکې بیرته کورونو ته استول شوي

۱۴۰۲ شهریور ۱۵, چهارشنبه

د فرانسې ښوونځيو د نوي تعليمي کال په لومړۍ ورځ په لسونو هغه نجونې بیرته کورونو ته استولي چې «عبايه» ېې اغوستې وه. حکومت ټينګار کوي چې دغه ډول کالي په دغه هېواد کې د حاکم سيکولار قوانينو سره په ټکر کې دي.

 Abaya in Frankreich
انځور: Nicolas Vallauri/MAXPPP/picture alliance

د فرانسې د پوهنې وزير د سه شنبې په ورځ «بي اف ام» رسنۍ ته وويل چې په لسونو نجونې زده کونکې چې د عبايه اغوستلو د ممانعت سربېره له دغه لباس سره ښوونځيو ته راغلې وي، د هغو له اغوستلو څخه د نه ډډه کولو په دليل، بېرته کورونو ته واستول شوې.

عبایه يو ډول کالي دي چې له اوږو څخه تر پښو پورې بدن پوښي چې يو شمېر مسلمان مېرمنې ېې اغوندي. د فرانسې حکومت په ښوونځيو کې د دغو جامو اغوستل ممنوع کړي دي.

د فرانسې حکومت د خپل دغه تصمیم د توجيه له پاره ويلي دي چې عبایه له دین سره د تړاو لرلو ښکارندويي کوي چې په ۲۰۱۴م کال کې د یو تصویب شوي قانون پر اساس هغه جامې چې یو دين سره د شخص تړاو لرل وښيي، اغوستل ېې په ښوونځيو کې ممنوع دي.

د فرانسې د پوهنې وزير، ګبریل اتالانځور: Raphael Lafargue/abaca/picture alliance

د دوشنبې په ورځ څه پېښ شول؟

د فرانسې د پوهنې وزير ګابریل اتال، د دوشنبې په ورځ وويل د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ، شاوخوا ۳۰۰ نجونو له عبايو سره ښوونځيو ته راغلې وې چې د هغو له ډلې ۶۷ تنه ېې چې د دغو جامو د نه لرې کولو په دليل، بېرته خپلو کورونو ته واستول شوې. اتال وويل چې اکثرو دغو نجونو موافقه کړې چې په ښوونځيو کې عبایه جامې لرې کوي.

اتال زیاته کړه چې هغو نجونو ته چې د عبایه له لرې کولو څخه ېې ډډه کړې یو لیک ورکړل شوی، څو هغه خپلو والدینو ته ورسوي چې په هغه کې ويل شوي «سيکولاریزم محدودیت نه دی، بلکې آزادي ده.» د فرانسې د پوهنې وزير وويل که بیا هم نجونې د عبايه پر اغوستلو ټينګار کوي په هغه صورت کې به «یو نوی ديالوګ» ترسره شي.

په فرانسه کې د مسلمانانو د حقونو څخه د دفاع یو سازمان حکومت ته شکایت کړی چې د عبایه د ممنوعیت لګولو ضد فرمان صادر کړيانځور: Dursun Aydemir/Anadolu Agency/picture alliance

غبرګونونه څه دي؟

د «مسلمانانو د حقونو له پاره د اقدام» سازمان چې پهفرانسهکې د مسلمانانو استازولي کوي، د حکومت د دغه اقدام پر وړاندې ېې د «دولت شورا» ته چې په فرانسه کې تر ټولو لوړه محکمه ده خپل شکایت وړاندې کړې، څو د ښځو پر «عبایه» او د نارينه و پر «کميز/کمیس» د ممنوعیت لګولو ضد فرمان صادر کړي.

د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون، د دغه ممنوعیت څخه دفاع کړې ده او ويلي ېې دي چې په فرانسه کې «یو اقلیت» شتون لري چې «یو دين ېې یرغمل نيولی چې جمهوریت او سکولاریزم له ستونزو سره مخامخ کوي.»

هغه د دوشنبې په ماښام د سامويل پتي په نوم د يو ښوونکي تاوتريخجن قتل ته په اشارې وويل چې دا ډول کړنې «د تر ټولو بدو عواقبو» سبب ګرځي.

 پتي شاوخوا درې کاله مخکې د یو ۱۸ کلن مسلمان روسي مهاجر له خوا ووژل شو. د دغه ښوونکي پر ضد په ټولنیزو رسنیو کې يو کمپاین په لاره اچول شوي وو، ځکه چې هغه د بیان آزادۍ په ټولګي کې د اسلام د پيغمبر کاريکاتور ښودلی وو.

د فرانسې ولسمشر، امانويل ماکرون، د عبایه د ممنوعیت څخه دفاع کړې او وايي چې ښوونځي باید بې طرفه ويانځور: Ludovic Marin/AFP/AP/picture alliance

مکرون له (HugoDecrypte) يوټیوب کانال سره په مرکې کې وويل: «موږ نه شو کولی داسې عمل وکړو، چې ګواکې دغه تروريستي حمله، د سامويل پتي قتل دې هېڅ کله پېښ شوی نه وي.»

د فرانسې ولسمشر زیاته کړه: «ښوونځي باید بې طرفه پاتې شي: زه نه پوهیږم چې ستاسو دين څه دی او تاسو نه پوهيږۍ چې زما دين څه دی.»

د ۲۰۰۴م کال د سيکولار قانون پر اساس، په ښوونځيو کې د هغو جامو اغوستل ممنوع دي چې د یو دين ځانګړې نخښه وي او په اغوستلو ېې د شخص دين معلومیږي. لکه د مسیحیانو لوی صلیب، د یهودانو خولۍ (کيپا) او د مسلمانانو پړونی.

Af/na mks/sr/(AFP, EFE)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب