1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمفرانسه

فرانسه په آراس کې ۷۰۰۰ سرتيري ګماري

۱۴۰۲ مهر ۲۲, شنبه

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ د شنبې په ورځ وويل چې د دغه هېواد په شمال شرقي ښارګوټي آراس کې به ۷زره عسکر وګماري. الیزې دغه اعلان یاد ښارګوټي کې د یو چيچنیايي الاصله ځوان له خوا په چړې د یو ښوونکي تر وژلو وروسته کړی.

د فرانسوي پولیس د جمعې په ورځ د دغه هېواد په شمال شرقي ښارګوټي آراس کې د ګامبیتا ليسې مخې ته ولاړ دي چېرته چې يو ښوونکی په چړې ووژل شو
د فرانسوي پولیس د جمعې په ورځ د دغه هېواد په شمال شرقي ښارګوټي آراس کې د ګامبیتا ليسې مخې ته ولاړ دي چېرته چې يو ښوونکی په چړې ووژل شوانځور: Denis Charlet/AFP/Getty Images

رپوټونه وايي چې د چړې دغه بريد د جمعې په ورځ د آراس ښارګوټي په ګامبتا لیسې (Gambetta high school) کې شوی چې په کې درې تنه ځوانان ټپیان شوي هم دي.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ، الیزې، د شنبې په ورځ وويل چې غواړي په یاد ښارګوټي کې ۷۰۰۰ سرتيري ځای پر ځای کړي چې بهیر به ېې د يکشنبې ورځې تر ماښامه بشپړ شي.

فرانسې د جمعې په ورځ د ولسمشر امانويل ماکرون په مشرۍ تر ېوې بېړنۍ امنيتي غونډې وروسته، د خبرداري کچه تر ټولو لوړې درجې ته پورته کړه.

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون په آراس کې تر برید وروسته دغه ښارګوټي ته ولاړ او شوی برید يې یو «اسلامپاله ترور» وبالهانځور: Ludovic Marin/abaca/picture alliance

ماکرون په خپلو خبرو کې وويل چې په یوه بله سیمه کې یو بل «برید ته هڅه» شنډه کړل شوي ده.

ماکرون په آراس کې چېرته چې ګڼ شمېر مسلمانان او یهودیان په کې ژوند کوي، د جمعې ورځې برېد غندلی او هغه ېې د «اسلامپاله ترور» یو عمل بللی.

ماکرون له یاد ښوونځي څخه تر کتنې وروسته وويل چې «دغه ښوونځی د اسلامپاله تروریزم تر وحشت لاندې راغلی دی.»

د فرانسې ولسمشر زیاته کړه چې د برید قرباني په احتمال سره د بریدګر د بريد د مخنيوي په موخه هڅه کې د ډيرو کسانو ژوند ژغورلی دی.

د رپوټ مطابق د فرانسې په آراس ښارګوټي کې ګڼ شمېر مسلمانان و یهودیان ګډ ژوند کويانځور: Pascal Rossignol/REUTERS

برید کوونکی شل کلن محمد موګوچکوف د پولیسو له خوا نيول شوی دی. هغه په اصل کې د روسيې د جنوبي قفقاز چيچين سېمې له مسلمانانو څخه دی.

د پولیسو يوې سرچېنې د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې موګوچکوف له مخکې د یو امنيتي ګواښ په توګه پېژندل شوی وو. په رپوټ کې دا هم ويل شوي چې نوموړي د حملې پر مهال د «الله اکبر» نعره کړې ده.

 (AFP)mks/mns

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب