فرانسه: په اوکراین کې ۱۵۰ زره روسي عسکر وژل شوي
۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۵, شنبه![د اوکراین په لیمان سیمه کې جګړه کې یو تخریب شوی روسي ټانګ انځور د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر میاشتې ۲مې نېټې دی](https://static.dw.com/image/63322750_800.webp)
د فرانسې خارجه وزير، ستيفن سژورني، له خپلواکې روسۍ ورځپاڼې Novaya Gazeta Europe (نوې اروپا ورځپاڼې) سره په خبرو کې وویل چې پاریس اټکل کوي روسيې د اوکراین جګړه کې چې اوس په دریم کال کې ده، خپل ۵لکه عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې چې په دې شمیر کې ټپیان هم شامل دي.
یاده ورځپاڼه پر اوکراین د روسيې تر يرغل لږ وروسته، د یو تبعید شوي مخکښ روسي ژورنالیست له خوا جوړه شوې ده.
د فرانسې د بهرنيو چارو وزير وويل چې «اروپا او شریکان به ېي تر هر څومره اوږدې مودې چې ضروري وي متحد او مصمم پاتې وي. د هغه په خبره د روسيې د پوځ ماته دمخه معلومه شوې. موږ اټکل کوو چې د روسيې پوځ ۵ لکه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې چې پکې، ۱۵۰ زره وژل شوی عسکر هم شامل دي.»
سژورني پوښتنه وکړه: «دا ټول د څه له پاره؟» بېرته ېې په ځواب کې وويل چې «دا موږ کولی شو په دوو کلیمو کې خلاصه کړو: د هېڅ له پاره.»
د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي بيا په فبروري کې په اوکراین کې د روسي عسکرو تلفات ۱۸۰زره ښودلي ول.
روسيه د خپلو پوځیانو د تلفاتو په هکله ډېر معلومات نه ورکوي.
بل لوري ته بیا بریتانیا اټکل کوي چې په اوکراین کې نژدې ۴۵۰زره روسان وژل او ټپیان شوي دي.
بي بي سي د اپریل میاشتې په یو رپوټ کې ويلي وو چې په اوکراین کې د روسيې له ۵۰زرو ډېر پوځي پرسونل وژل شوي دي. بي بي سي دغه ارقام د خپلو خبریالانو، په خپله د روسي آزادۍ رسنیزې ډلې میديازون او رضاکارانو په حواله ورکړي ول.
مسکو د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۴مه پر اوکراین پوځي یرغل وکړ، چې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورته د «ځانګړي پوځي عملیاتو» نوم ورکوي. د مسکو دغه اقدام په یو خونړي جنګ بدل او روسيه ېې د نړۍ په سطحه منزوي کړه.
د پوځي چارو ځينې کارپوهان باور کوي چې روسيه ښايي په اوکراین کې د یوه نوي ستر تهاجم په درشل کې وي.
د فرانسې خارجه وزير په اروپايي ټولنه کې د روسيې د کنګل شوې شتمنۍ په هکله وويل چې هغه به د روسیي یرغل پر ضد د اوکراین د دفاعي بودیجې په توګه مصرف شي، خو نوموړي په دې هکله جزئیات ورنکړل.
سژورني زیاته کړه: «د نرخونو له لوړېدو سره، دغې شتمنۍ د ۲۰۲۳م کال کې د نژدۍ ۴ ميليارډه یورو ګټه کړې ده. موږ غواړو دا د اوکراین په دفاعي بودجه او د بیارغونې برخه کې ولګوو.»
(AFP)mks/akh