1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه په سوريه کې څه غواړي؟

۱۳۹۴ شهریور ۲۵, چهارشنبه

پاريس هغې پرېکړې ته چې غواړي په سوريه کې له جنګي الوتکو څخه کار واخلي، د کډوالو له بحران سره ربط ورکوي. دا په داسې حال کې چې حکومت خپله پوهيږي چې هوايي بريدونه له داعش سره په جګړه کې هومره اغېزمن نه دي.

انځور: picture-alliance/dpa/Y. Valat

تر دوبنيو رخصتيو وروسته د فرانسې پارلمان په خپله لومړنۍ ناسته کې په سوريه کې جنګي الوتکو د ماموريت په هکله غور کوي. د يوه کال راهيسې فرانسه د امريکا متحده ايالاتو تر څنګ په عراق کې د داعش يا «اسلامي دولت» پر وړاندې هوايي بريدونه کوي. تېره اوونۍ ولسمشر فرانسوا اولاند، دا هم وويل چې دی غواړي دغه بريدونه سوريې ته هم وغځوي. د فرانسې ټولنې دا خبره په خاموشۍ سره منلې ده ځکه چې په فرانسه کې له پوځي ماموريتونو څخه ملاتړ لا ډېر دي. د اولاند محبوبيت هم په دې ډېريږي چې ځان په نړيواله ټولنه کې د يو اصلي سياستوال په توګه وښېي، په داسې حال کې چې په کورني سياست کې دی ضعيف برېښي.

پارلمان اوس په سوريه کې د پوځي مداخلې په اړه غور کوي

د فرانسې ولسمشر د دغه شان جنګي ماموريتونو امر په خپل سر هم ورکولای شي او د ولس د استازو رايې ته اړتيا نه لري. لومړي وزير مانويل والس، د جنګي ماوريت دلايل هغه مهال مطرح کړل چې څارنيزې الوتکې د سوريې د هوايي حريم د پاسه ګرځېدلې.

ټولټال ۱۴ جنګي او يوه باروړونکې الوتکه به په دغه ماموريت کې وکارول شي چې زماني چوکاټ ورته نه دی ټاکل شوی. ولس وويل چې دوی به دا کار کوي «تر هغه پورې چې لازم وي» او زياته يې کړه چې فرانسه بايد اوږد مهاله زغم ولري.

هوايي بريدونه «له ځان څخه دفاع» بلل کيږي

په سوریې کې ګډوډي حاکمه ده، په ميليونو انسانان له اسد او د داعش له مليشو څخه تښتي. د فرانسې لومړي وزير وويل چې ټوله سيمه بې ثباته ده او فرانسې ته د جهاديانو ګواښ متوجه دی. دا په تېره هغه خلک بلل کيږي چې سوریې ته د جګړې له پاره تللي وي او بیا بیرته فرانسې ته ستنیږي.

په داسې حال کې چې تر اوسه پورې د عراق او سوریې په جګړه کې ۱۳۳ تنه وژل شوي دي، خو اوس هم ۴۹۱ فرانسوي اتباع په عراق او سوريې کې د ترهګرو تر څنګ اوږه پر اوږه جګړه کوي.

د لومړي وزير په خبره «اسلامي دولت» د نړيوال کلتوري ميراث اثار له منځه وړي او د سوريې په ځينو برخو کې يې بربريت پيل کړی دی. د کډوالو کړکېچ په دې تود شوی دی چې سوریایان په یوه وخت کې د بشارالاسد له ظلمونو او «اسلامي دولت» له غيرانساني کړنو څخه تښتي. د مانويل والس مقصد دا دی چې د داعش پر وړاندې هوايي بريدونه دې د ولسمشر اسد د رژيم په ګټه تمام نه شي.

د فرانسې د پارلمان ګڼ شمېر غړو او ويناوالو د دغه ماموريت ګټه تر سوال لاندې راوستله. د جمهوري غوښتونکي ګوند د فراکسيون مشر د فرانسوي هوايي بريدونو انګيزه وپوښتله چې آيا «هدف يې دا دی چې اولاند غواړي اسد راوپرځوي يا دا چې داعش وشړي؟» د ده په اند پرته له نړيوال شراکت څخه ماموريت ډېره ګټه نه لري.

اوس ځمکنی ماموريت نه کيږي، خو شايد وروسته

د فرانسې ولسمشر دا خبره رد کړه چې فرانسه دې په خپل سر ځمکنی ماموريت په سوريه کې تر سره کړي. لومړي وزير والس زياته کړه چې په اروپا او امريکا متحده ايالاتو کې هم څوک د دې تګلاري ملاتړ نه کوي. خو که د ګاونډيو هېوادونو يوه لويه ټلواله دې ته چمتو شي چې لازم سرتېري په اختيار کې ورکړي، نو فرانسه به هم په سوريه کې د داعش يا اسلامي دولت ظلمونو ته د پاي ټکي په ورکولو کې برخه واخلي.

فرانسوی سياستپوه دومينيک موسي، وايي چې فرانسوا اولاند په اصل کې د نورو لويديځو هېوادونو د مشرانو په څېر هم په سوريه کې روان آخ و ډب ته حيران دی. نوموړی زياتوي چې اولاند نور انتظار نه باسي ځکه چې د کډوالو بحران خپل اوج ته رسېدلی دی او اولاند غواړي وښېي چې پاريس د بحران پر وړاندې عمل کوي. په دې کې د موسي په اند، د مخالفو ګوندونو هغه استدلال هم ستر رول لري چې له مخې يې بايد په سوريه کې نظم د دې دپاره راوستل شي چې د کډوالو کړکېچ سرچينه خپله وچه شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب