1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه: په ژمې کې به کورونه د برېښنا پارچاوۍ ولري

۱۴۰۱ شهریور ۹, چهارشنبه

د فرانسې صدراعظمې، الیزابت بورن، خبرداری ورکړ چې کېدای شي په راروان ژمي کې د انرژۍ د موجوده بحران له کبله د فرانسویانو کورونه د برېښنا له دوه ساعته قطع کېدو سره مخ شي.

Frankreich Parlamentswahlen |  Elisabeth Borne
د فرانسې صدراعظمه الیزابت بورن انځور: Ludovic Marin/AP Photo/picture alliance

د فرانسې حکومت نن چهارشنبه د اګست ۳۱مه د انرژۍ او چاپیرل پر اړوندو موضوعاتو ځانګړې غونډه لري.

تيره شپه فرانسوي تلویزیون TMC د بورن له قوله وويل چې د دغه وضعیت لامل په اوکراېن کې د جګړې ادامه او د فرانسې د ۵۶ اتومي ريکتورونو شاوخوا نیمايي برخې د ترميماتي چارو په خاطر غیرفعال کېدل دي. 

د فرانسې ۶۷ سلنه انرژي، اتومي ريکتورونو پورې تړلې ده چې دا د بل هر اروپايي هیواد څخه پر اتومي انرژۍ ډيره تکیه ده. فرانسه همدارنګه خپله شاوخوا ۷ سلنه برېښنا له ګازو څخه په لاس راوړوي.

د فرانسې صدراعظمې په دې اړه وويل: «دا په دې معنی ده چې موږ لږ برېښنا تولیدوو. که چیرته هوا ډيره سړه شي، کیدای شي داسې شېبې ولرو چې موږ د برېښنا په اکمالاتو کې ستونزې ولرو.» میرمن بورن زیاته کړه: «په داسې حالاتو کې به موږ اړ شو چې برېښنا ګاونډي په ګاونډي په دوراني شکل قطع کړو.» خو الیزابت بورن فرانسویانو ته ډاډ ورکړ چې د ژمي په موسم کې به ګاز نه قطع کيږي کوم چې خلک ېې تر ډیره د کوټو د ګرمولو له پاره کاروي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب