په دغه يخچالي لارۍ کې د حرارت درجه اووه سانتي گراده وه. د فرانسوي چارواکو په حواله دغه اته کسان د يخ وهلو له کبله روغتون ته انتقال شوي دي. د چارواکو په خبره مهاجرو ويلي چې هغوی د افغانستان دي.
د لارۍ دواړه په خټه رومانيايي چلوونکي نيول شوي دي. دا چې لارې د کومه ځایه روانه شوې وه، لا روښانه نه ده. د انسانانو قاچاقبران مهاجر په لاريو کې اروپا ته راولي چې په ترڅ کې یې هغوی له سختو خطرونو سره مخامخیږي. پنځه ورځې تر مخه د لندن په ختيځ کې په يوه کانتينري لارۍ کې د ۳۹ جسدونو تر موندنې وروسته سخته انديښنه څرگنده شوې وه. د پولیسو د اټکلونو پر اساس د دغه احتمالي مهاجرو اصلي هېواد ښایي ويتنام وي. لومړی څېړونکو داسې انگیرله چې ښایي دغه مړه موندل شوي کسان چينايان وي.
«نور ساه نه شم ايستلی، زه به ومرم»
ويتنام په هغو دريو هېوادونو کې راځي چې بريتانيا ته ترې ډېر کډوال قاچاقيږي. په دې وروستيو کې د بريتانوي رسنيو له لارې د احتمالي اغیزمنو کسانو په اړه زړه بوږنوونکي جزيات خپاره شول. له دغه لارۍ څخه يوې ځوانې نجلۍ ښايي په ويتنام کې له خپل مور او پلار سره تماس نيولی وي. بي بي سي شبکې ته په رسېدلي دغه »ايس ام ايس« يا لنډ پېغام کې هغې چې د مرگ په حالت کې وه، ليکلي: «زه ساه نه شم ايستلې، زه به مړه شم.»
خو دا چې دغه ځوانه نجلۍ په رښتيا د لارۍ د ۳۹ قربانيانو څخه يوه ده، تر اوسه په رسمي توگه تائيد شوې نه ده.
د پولیسو په حواله د جسدونو د هويت معلومول له دې کبله سخت شوي چې د قربانيانو خپلوان پخپله هم په غیر قانوني ډول په بريتانيا کې اوسي او ادارو ته له ورتگ څخه ویره لري. اړوندو چارواکو له همدې کبله ډاډ ورکړې چې هغه څوک به تعقيب نه کړي چې له پولیسو سره د دې قضیې په ترڅ کې په تماس کې شي. تر اوسه روښانه نه ده چې دغه ۳۹ کسان کله او له کومه ځايه په لارۍ کې سپاره شوي ول.
BS/NZ (dpa, afp)
زموږ له آرشيف څخه:
له ځنګل کمپ څخه پاريس ته او بيا ...
د فرانسې په کاله کې پولیسو لخوا د «ځنګل» موقت کمپ له ورانيدو وروسته، په زرونو مهاجر پلازمينه پاریس راوړل شول. خو لا هم زیات شمير مهاجر غواړي بيرته کاله ته ولاړ شي تر څو له هغه ځایه بريتانيا ته تللي وي.
انځور: Reuters/C. Platiau پاریس کې د مهاجرو د خيمو غورځول
د فرانسې پولیسو د پاریس ښار د ستالينګراد ميترو ستيشن ته نژدې د پياده روونو پر سر د مهاجرو درول شوې خيمې او د خوب لپاره هوارې کړل شوې دوشکې او بیسترې ټولې کړې. د کالې کمپ له ورانيډو وروسته پاريس کې د مهاجرو شمير تر ۳۰۰۰ پورې لوړ شو.
انځور: Reuters/C. Platiauدا به د کمپ د پاک کارۍ وروستی ځل وي؟
مهاجرې ښځې په سړه هوا کې بسونو ته ولاړې دي تر څو یې د فرانسې ښار بلې سيمې ته د مهاجرو د پزيرش مرکز ته رسولي وي. په پاريس کې د مهاجرو کمپ په وروستيو مياشتو کې هم دوه ځله پاک کاري شوی وو. د پزيرش مرکزونه به په راتلونکې کې د موقتي کمپونو د جوړيدو مخنيوي وکړي.
انځور: Reuters/B. Tessierپه زرونو هغه مهاجر چې د «ځنګل» کمپ تر ورانيدو وروسته د فرانسې پلازمينې پاریس ته راغلي، په دې هيله دي چې بيرته کالي ته ولاړ شي، تر څو له هغه ځايه بريتانيا ته تللي وي.
انځور: picture-alliance/dpa/Y. Valatد فرانسې حکومت لخوا په کالې کې د مهاجرو کمپ تر ويجاړيدو وروسته، یو شمير مهاجرو د پاريس ښار په کوڅو کې خپلې خيمې ودرولې. له همدې کبله اوس د فرانسې په کوڅو کې د مهاجرو شمير زیات شوی دی.
انځور: Reuters/C. Platiau کوم مهاجر چې تيرکال فرانسې ته رسيدلي ول، اکثره یې د افغانستان، عراق، اريتيريا او سوډان هيوادونو څخه دي. دوي غالباً هڅې کړي تر څو د لاريو او نوور وسايطو په ذريعه د بريتانيا پر لور وتښتي.
انځور: Reuters/P. Rossignolيوه ډله ځوان مهاجر په کاله کې «ځنګل» کمپ ته نژدې ولاړ دي. د اکتوبر میاشت په ۲۶ مه، کله چې پوليسو له کمپ څخه د شاوخوا ۱۰ زره مهاجرو د وښکلو کار پیل کړ، کمپ ميشتو په اعتراض کې اورونو بل کړل.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Laurentمهاجر له کالې څخه د وتلو په حال کې
د فرانسې د کالې په «ځنګل» نومې کمپ کې شاوخوا لس زره مهاجر په دې اميد ميشت ول چې بريتانيا ته به ځي. چارواکو د فرانسې نورو سيمو ته د دغو مهاجرو د انتقال پر وخت هڅې وکړې، تر څو يې د اعتراضاتو د پيښيدو څخه مخنيوی کړی وي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Camusدا په کاله کې د «ځنګل» کمپ یوه برخه ده. په دغه کمپ کې مهاجر په ناپاکه کانتينرونو او خيمو کې په بد حالت کې ژوند کاوه. دغو خيمو د باد او لمر په مقابل کې ډیر کم مقاومت لاره.
انځور: Reuters/P. Wojazerد فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وویل چې نور به څوک پرې نښودل شي چې د کالې د مهاجرو په کمپ کې له سره میشت شي. د «ځنګل»کمپ په اروپا کې د مهاجرو د بحران د سمبول په توګه بدل شو.
انځور: Reuters/C. Platiau